د پکتیا سیمه ایز مسوولان وایي، چې په ګردیز ښار کې د ښاروالۍ پر ودانۍ په نننۍ حمله کې یو ملکي وګړی، یو پولیس او درې حمله کوونکي ووژل شول.

د پکتیا د امنیې قومندان جنرال عبدالغفار صافي ازادۍ راډیو ته وویل، چې په دې پېښه کې یو پولیس ټپي شوی هم دی.

د پکتیا د والي ویاند روح الله سمون څرګنده کړه، وروسته له هغې چې حمله کوونکي د پولیسو له خوا ووژل شول په یوه صرف ډوله موټر کې د ښاروالۍ د دروازې مخې ته یوه ځان وژونکې حمله هم وشوه خو تلفات یې نه درلودل.

په ګردیز ښار کې د ښاروالۍ پر ودانۍ دریو وسلوالو طالبانو نن غرمه مهال وسلواله حمله وکړه، د دې حملې مسوولیت د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد منلی دی.

په یو بل خبر کې د خوست د عامې روغتیا رییس ډاکټر هدایت الله ازادۍ راډیو ته وویل، چې نن له غرمې وروسته د خوست ښار په فیض محمد خان واټ کې په یوه چاودنه کې یو ملکی وګړی ټپی شوې دی.

Your comment

  • AvaAdvertisement

Related posts

Latest news

  • AvaAdvertisement