د بریتانیا حکومت اعلان وکړ چې جنرال ډیویډ ریچاردز ، چې ویلي یې وو په افغانستان کې ايتلافي ځواکونه ممکن له وسله والو طالبانو سره ژر خبرې پیل کړي، نن د بریتانوي ځواکونو لوی درستیز وټاکل شو.

اته پنځوس کلن ریچاردز به په اکتوبرکې،چې د بریتانیا نوی ايتلافي حکومت پرخپلو دفاعي پروګرامونه غوربشپړ کړي ، د بریتانوی ځواکونو قومانده په لاس کې واخلي.

د بریتانیا پر دفاعي پروګرامونو د بیا کتنې په نتیجه کې به د دغه هیواد په دفاعي جوړښت کې ژور بدلونونه راوستل شي او دفاعي بودجه به يې هم تر ډېره کمه شي.

ریچارډز په داسي حال کې د هوايي مارشال جک سترا ځای نیسي چې د بریتانیا په خلکو کې د افغانستان له ماموریت سره ملاتړ تر بل هروخت کم شوی او له نهوکلونو وروسته د بریتانوي ځواکونو تلفات ۳۱۸ تنو ته رسېدلي دي.

ریچاردز اوس په بریتانیا کې د پوځ قومندان دی .ده د ۲۰۰۶ کال له مې څخه تر نهو میاشتو پورې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو قومانده په لاس کې لرله .

تردې مخکې ده په جرمني، شمالي آیرلنډ، ختیځ تیمور او سیرالایون کې پوځي خدمت کړی دی.

ریچاردز تېره میاشت په یوه مرکه کې وویل چې د ده په ګومان بریتانوي ځواکونه به په افغانستان کې له درو تر پنځو کلونو نورو پورې پاتې شي.

دا هغه خبره ده چې د بریتانیا صدراعظم ډیوډ کامرون یې هم غوښتونکی دی .کامرون هم ویلي وو چې د بریتانیا تر بل ځل انتخاباتو وړاندې باید بریتانوي پوځیان له افغانستانه وتلي وي.

ریچارډز تېره میاشت بي بي سي ته په یوه مرکه کې ویلي وو چې د دې لپاره هیڅ دلیل نشته چې له طالبانو سره ژر تر ژره خبرې ونه شي څو بریتانوي ځواکونه وکولای شي خپل هیواد ته راشي.

د بریتانیا دفاع وزیر لېم فاکس هم د ریچاردز د دې نظر ملاتړ وکړ او ویې ویل چې ولې باید له طالبانو سره خبرې ونه شي. 

تاند

Your comment

  • AvaAdvertisement

Related posts

Latest news

  • AvaAdvertisement