په افغانستان كې د اوبو د كوچنيو او متوسطو بندونو د څيړنې په برخه كې د افغانستان د اوبو او انرژي د وزارت او د يوې كاناډايي موسسې ترمنځ د لس عشاريه اوو ميليونو ډالرو په ارزښت يو قرارداد لاسليك شو. دغه لګښت د امريكا پراختيايي اداره يا يو، اس ،اي، ډي وركوي او راتلونكو درېو كلونو كې به دغه څيړنه پاى ته ورسيږي.

په افغانستان كې د اوبو او برېښنا وزارت او د يوې كاناډايي موسسې ترمنځ د شوي تړون له مخې په هېواد كې د اوبو د خوندي كولو او د لسګونو بندونو د جوړولو لپاره يوه تخنيكي او اقتصادي څيړنه پيليږي.

دا تړون د يكشنبې په ورځ د اوبو او برېښنا د وزيرمحمد اسماعيل خان او د يوې كاناډايي موسسې ترمنځ لاسليك شو.

د وركړل شوېومعلوماتو له مخې دا څيړنه به په راتلونكو درېوكلونو كې بشپړيږي او په هېواد كې د اوبود خوندي كولو ټول اړخونه به په كې تر مطالعې لاندې نيولاى كيږي.

ښاغلي اسمعيل خان د دې تړون له لاسليك وروسته د كيدونكي څيړنې په اړه ژورنالستانو ته معلومات وړاندې كړل او وويل:

(نن موږ په يوې ستري پروژې باندې چې ۱۱۱ بندونه په كې دي خبري كوو، د دغو بندونو سروې او مطالعه به د يوې معتبرې كاناډايي كمپنۍ له خوا پيل شي.

دغه بندونه د افغانستان په ټولو ولايتونو كې دي او بې له شكه چې دا د افغانستان د اوبو د خونديتوب په برخه كې يو ستر ګام دى.)

ښاغلى اسمعيل خان زياته كړه، چې ټاكل شوې ده چې په راتلونكو پنځو كلونو كې به په افغانستان كې د اوبو شاخوا ۴۰۰ بندونه جوړ شي چې په ترڅ كې به يي په زرګونو جريبه ځمكه خړوبه او د هېواد كرنيزمحصولات به زيات شي.

د دغو بندونو د ارزښت په اړه د كاناډايي موسسې مشرداسې وويل:

(په دې پروژه كې به په ځينو ځانګړو ځاېونو كې د برېښنا اوي بندونه هم جوړشي، چې په ترڅ كې به يي ځينو لېرو پروتو سيمو ته د برېښنا امكانات برابر شي، اوبه د پرمختګ لپاره ډيرې مهمې دي او په دې پروژې سره به د افغانستان كرنيز او د مالداري سيستم ته وده وركړې او په دواړو برخو كې به توليدات زيات شي.)

په افغانستان كې د تېرو درېو لسيزو جګړو پرمهال د اوبو د بندونو د جوړېدو او د دې هېواد د اوبو د مهار كېدو په برخه كې د پام وړ څه نه دي شوي او له همدې امله د دې هېواد په اوبو كې د يوې ځانګړي حقابي پرځاى د افغانستان تقريبا ټولې اوبه بي له كومې ګټې او امتياز څخه بهرنيو هېوادونو په ځانګړي توګه پاكستان او ايران ته روانې دي چې كه ارزښت يي د نړېوالو اصولو سره سم له پيسو سره پرتله شي نو د ځينو كارپوهانو په باوردا هم په ميلياردونو ډالرو ته رسيږي.

كارپوهان له دولت څخه غواړي، چې افغانستان بايد د اوبو په برخه كي هم يوه روښانه پاليسي جوړه كړي او پس له دې پرې نږدې چې د افغانستان له اوبو څخه خلك په وړيا توګه او بې له دې چې بيه يي افغانستان ته وركړل شي استفاده وكړي. 

ازادی رادیو

Your comment

  • AvaAdvertisement

Related posts

Latest news

  • AvaAdvertisement