د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا خاص استازی وایي، چې نړېوال به راتلونکي میاشت كې د کابل په کنفرانس کې د افغانستان د حکومت له هغه پلان سره د زیاتو مالي مرستو ژمنه وکړي، چې غواړي هغه طالبان په ټولنه کې بیرته جزب کړي چې له وسله والو شخړو لاس اخلي.

دا کنفرانس چې په پام کې ده د جولای په شلمه په کابل کې جوړ شي، په لندن کې د جنورۍ د میاشتې د کنفرانس په تعقیب جوړیږي.

د لندن په کنفرانس کې نړېوالو له وسله والو طالبانو سره د سولې او پخلاینې په اړه د افغانسان د حکومت له پروګرام سره د ۱۴۰ ملیون ډالرو مرستې ژمنه وکړه.

د دې پروګرام ستر تمویلونکي جاپان، د امریکا متحده ایالات او بریتانیا دی.

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا خاص استازی ریچارد هولبروک د هسپانیا په پایتخت مادرید کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل، چې له دغه پروګرام سره چې مشري یي جاپان کوي د نړېوالو مرستو لړۍ دوام لري او تراوسه د دوه سوه ملیون ډالرو مرستې ژمنه شوې ده.

ښاغلي هولبروک وویل، چې د کابل په کنفرانس کې به په دې اړه نور پرمختګ هم وشي.

ټاکل شوې ده، چې د ملګروملتونو سرمنشي بانکي مون او د امریکا د بهرنیو چارو وزیره هیلري کلینتن او یو شمېر نور غربي ډیپلوماتان په دې کنفرانس کې برخه واخلي.

هولبروک د افغانستان او پاکستان لپاره د ملاتړ د ډلې د څه باندی دیرشو هېوادونو او سازمانونو د ځانګړو استازېو په غیر رسمي غونډه کې د ګډون لپاره مادرید ته تللی دی.

د ملاتړ دا ډله په ۲۰۰۹ کال کې رامنځته شوي او د مادرید غونډه یي د هسپانیا د دولت له خوا چې په اوس وخت کې د اروپایي اتحادیی مشري په غاړه لري تنظیم شوې وه.

دا استازي په داسې حال کې په مادرید کې غونډه کوي، چې تېره اونۍ په کابل کې د مشورتي جرګې په ترڅ کې له طالبانو سره د سولې د خبرو په اړه د ولسمشر کرزي د پلان ملاتړ وشو.

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا خاص استازی له وسله والو طالبانو سره د افغانستان د حکومت د سولې او پخلاینې د هڅو په اړه وویل، چې په دی هېواد کې په وروستي سیاسي حل کې هغه معتدل طالبان په حکومت کې شاملېدای شي، چې د ده په وینا سرو کرښویا ټاکل شوېواصولو ته درناوی وکړي.

هغه وویل، لومړی باید هرېو له القاعده سره اړیکي وشلوي، د افغانستان اساسي قانون ومني او د بشري حقونو درناوی وکړي.

د افغانستان د ماليي وزیر عمر زاخیل وال، چې په دې غونډه کې یي ګډون کړی وویل، د مخالفینو یو لږ شمېر به د سولې وړاندیز ومني.

هغه وویل، په هرصورت د دولت مخالفان به تضمین وغواړي چې د ناټو په مشري ځواکونه به یي نه تعقیبوي.

Your comment

Related posts

Latest news