خو ?اغلي كرزي وويل چ? له هغو وسلوالو مخالفينو سره به د سول? په ?غر ك?ينني چ? د اسلاميت او انسانيت خلاف اعمال تر سره كوي او بين?ناه افغانان وژني .

په دغه جرګه كې د افغان دولت د چارواكو او د ملي شورا د دواړو مجلسونو د غړو په ګډون د مركز از ولايتونو څخه د خلكو په سلګونو استازوهم ګډون كړى دى. ولسمشر حامد كرزي د سولې ملي مشورتي جرګې ته په خپلې وينا كې د افغان دولت پر مخالفينو يو ځل بيا غږ وكړ، چې د سولې او پخلاينې له بهير سره يو ځاى شي.

په كابل كې د افغانستان د سولې ملي مشورتي جرګه د افغان ملت سره په دغه هېواد كې د سرتاسري سولې د ټينګښت د لارو چارو د خبرو كولو او د دوي د نظر او موقف د توحيد، د مخالفينو سره د خبرو د چوكاټ په جوړولو او د دغه چوكاټ لپاره د ميكانيزم د جوړولو په هدف جوړه شوې ده.

د افغانستان د سولې ملي مشورتي جرګې د چهارشنبې په ورځ په كابل كې خپل كار پيل كړ، چې د افغان دولت د چارواكو او د ملي شورا د دواړو مجلسونو د غړو په ګډون د مركز از ولايتونو څخه د خلكو په سلګونو استازو په كې ګډون كړى دى.

افغان ولسمشر حامد كرزي د جرګې ګډنوالو ته په خپله وينا كې وويل، چې په افغانستان كې د سرتاسري سولې ټينګښت د هر افغان هيله ده، خو د ښاغلي كرزي په وينا په دغه هېواد كې د ګڼو پرمختګونو سره سره لا هم دوامداره سوله نه ده ټينګه شوېولسمشر كرزي د افغان دولت پر مخالفانو يو ځل بيا غږ وكړ، چې د سولې او پخلاينې له بهيرسره يو ځاى شي:

"نن يو ځل بيا غږ كووم په خپلو طالبانو ورونو باندې، چې راشئ خپل وطن بيا ورغوې كه ته وژل كيږې ته هم ددې خاورې يي او كه زه وژل كيږم زه هم ددې خاورې يم.

راځې دواړه ددې قومي سپين ږيرو او مولوي صاحبانو په مشوره دا وطن اباد كړو څه پريكړه مو چې وكړه هغه ته موږ لاس په نامه ولاړ يو."

خو ښاغلي كرزي وويل چې له هغو وسلوالو مخالفينو سره به د سولې په ټغر كښينني چې د اسلاميت او انسانيت خلاف اعمال تر سره كوي او بينګناه افغانان وژني .

ولسمشر كرزي دغه شان په افغانستان كې د سرتاسري سولې د تينګښت د لارې پر سر پرتو ستونزو ته اشاره وكړه ويې ويل چې د افغان حكومت په لومړيو كې د طالبانو په نوم د خلكو ځورول او په يو شمير ګاونډيو هيوادونو كې د طالبانو د مركزونو جوړيدل او پياوړي كول په افغانستان كې د سرتاسري سولې د ټينګښت په وړاندې لوى خنډونه دي .

د افغانستان د سولې د ملي مشورتي جرګې ريس جهادي مشر او د افغانستان په ملي شورا كې د بدخشان ولايت د خلكو استازي استاد برهان الدين رباني مرستيال يې مولوي قيام الدين كشاف ، منشي يې ډاكټر جعفرمهدوي او نایب منشي يې ښاغلي عبدالستار درزابي وټاكل شول .

ټاكل شوې چې د سولې ملي مشورتي جرګه درې ورځې دوام وكړي .

د افغان دولت چارواكي هيله من دي چې د دغې جرګې پايلې د مخالفينو سره د روغې جوړې په برخه كې د يو ميكانيزم د جوړولو په برخه كې ګټورې تمامې شي .

خو د سياسي چارو يو شمير كارپوهان دغه جرګه دولتي ګڼي او پايلو ته يې هيله من نه ښكاري .

عام خلك هم د امن سيميزې جرګې او د نورو ورته وړو جرګو پايلو ته په پام سره ډير هيله من ښكاري او دايې زړونو ته نه لويږي چې په افغانستان كې دې د دوامدارې سولې د ټينګښت يوه لاره سيخه شي .

خو د دې هر څه په اړه څه ويل د جرګې د پايلو د مخه اټكلي وړاندوينې دي .

د یادونې وړ ده چې د جرګې د پیل په لومړۍ ورځ کابل ښار او د جرګې شا او خو سېمې د یو شمیر بریدونو شاهدې وې . کله چې ولسمشر کرزي وینا کوله د راکټونو د لګیدو غږونه واوریدل شول او له هغې راوروسته هم د بریدونو ځینې راپورونه ورکړل شوې دي .

Your comment

  • AvaAdvertisement

Related posts

Latest news

  • AvaAdvertisement