ملګري ملتونه وايي، تېر ميلادي کال په افغانستان کې د جګړو په نتيجه کې تر١٠٠٠زيات ماشومان وژل شوي او يا هم ټپيان دي.

د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په کلني راپور کې راغلي، له دې جملې ١٣١ماشومان په بمبارېو او د نړېوالو ځواکونو په بريدونو کې وژل شوي.

ملګرو ملتونو د جمعې په ورځ وويل، د افغانستان پوليس او سوماليا د موقت حکومت پوليس چې د ملګرو ملتونو له خوا يې ملاتړ کېږي، د ماشومانو په وړاندې د شديد تاوتريخوالي په ترسره کولو تورن شوي.

د افغانستان ملي پوليس، په منځنۍ اسيا کې د سولې او عدالت د کنوانسيون مخالفين، دغه راز په سوماليا کې حزب اسلامي ډله سږ کال د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په کلني راپور کې اضافه شوي.

ويل شوي په دغو هېوادونو کې له ماشومانو څخه د عسکرو او بشري سپر په توګه استفاده کېږي.

Your comment

  • AvaAdvertisement

Related posts

Latest news

  • AvaAdvertisement