د بغلان مركز پلخمري كې د بيګانېو سيلاونو له امله ويل كيږي، چې اووه كسه مړه شوي او درې كسه ټپيان دي.

خو چارواكي د مرګ، ژوبلې په اړه د عينې شاهدانو د ويناوو په غبرګونو وايي، چې تر سروې د مخه د تلفاتو په اړه څه نه شي ويلي.

له سيمې څخه د ازادۍ راډيو د خبريال د خبر له مخې د دغو سيلابونو له امله په لسګونه كورونه او د اوبو لګولو كانالونه اغيزمن شوي او د پلخمري، مزار شريف لويه لاره هم د ترافيكو پرمخ تړلې ده .

د يادونې وړ ده، چې وروستيو سيلا بونو د افغانستان په زياترو ولايتونو په ځانګړي دول شمالي ولايتونو كې خلكو ته د سر او مال تاوانونه اړولي دي .


Your comment

Related posts

Latest news