د نن?رهار ملي امنيت رياست د ورک?ل شويو معلوماتو له مخ? نن ي? د جلال اباد ?ار په مربوطاتو ک? په يوه مو?ر ک? ? ميله کلاشنکوف او ?? ميله کمري تفانچ? نيولي دي.

ولايت مقام ته د ننګرهار ملي امنيت رياست د ورکړل شويو معلوماتو له مخې نن يې د جلال اباد ښار په مربوطاتو کې په يوه موټر کې ۵ ميله کلاشنکوف او ۳۸ ميله کمري تفانچې نيولي دي.
د معلوماتو له مخې دغه وسلې په ډير ماهرانه ډول په موټر کې ځای پرځای شوې وې او د دولت وسله والو مخالفينو ته وړل کيدې.
ملي امنيت رياست په خپل راپور کې زياته کړې، چې د دې وسلو په تور يې څوک نه دي نيولي خو د عاملينو د نيولو پلټنې يې رواني دي.

Your comment

Related posts

Latest news