نن شاوخوا دولس بج? د الين?ار ولسوال? په سخري سيمه ک? يو شم?ر ?وانان د وليبال په لوبه بوخت و، چ? وسله والو طالبانو پر? بريد ک?ي، چ? په پايله ک? پين?ه تنه ?وانان وژل شوي دي.

د ولایت ویاند سرحدي ځواک ازادۍ راډیو ته ویلي، چې نن شاوخوا دولس بجې د الینګار ولسوالۍ په سخری سیمه کې یو شمېر ځوانان د ولیبال په لوبه بوخت و، چې وسله والو طالبانو پرې برید کړی، چې په پایله کې پينځه تنه ځوانان وژل شوي دي.
بل خوا د سیمې یوه اوسیدونکي، چې د نوم له ښودلو يي ډډه کوله ازادۍ راډیو ته ویلي، چې په وژل شویو کسانو کې یو تن محلي پولیس و او پاتې نور عام خلک وو.
خو د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ازادۍ راډیو ته د ټلیفون په لیکه د لغمان د ولایتي چارواکو دا ادعا رد کړې، چې ګوندې وسله والو طالبانو پر یادو ځوانانو برید کړی،نوموړي وویل،چې دوی هم په سیمه کې پلټڼې پیل کړي،چې ددې پيښې عامیلین ونیسي او سزا ورته ورکړي.

Your comment

Related posts

Latest news