د ترکمنستان او پاکستان چارواکو نن موافقه وکړه چې د ملياردونو ډالرو په ارزښت د ګازو د نلليکې يا پايپلان د پروژې د پيل چارې ګړندۍ کړي، دغه نلليکه به له منځنۍ اسيا څخه طبيعي ګاز جنوبي اسيا ته لېږدوي.

دغه موافقه نن د ترکمنستان د ولسمشر قربان قلي بردي محمدوف او د هغه د پاکستاني ساري اصف علي زرداري ترمنځ په کتنه کې وشوه.

محمدوف په يو ورځني رسمي سفر نن اسلام اباد ته ورسېد.

په پام کې ده، د يو زر او ٦ سوه ٨٠ کيلومترو په اوږدوالي دغه نل ليکه به د ٢٧ مليارده متر مکعب په اندزه ګاز د ترکمنستان له دولت اباد څخه طبيعي د افغانستان له طريقه پاکستان او هند ته ولېږدوي.

دواړو مشرانو دغه راز د ټروريزم او د وسلو، مخدره موادو او انساني قاچاق په وړاندې د مبارزې لپاره د نړيوالې همکارۍ پر اړتيا هم ټينګار وکړ.

Your comment

Related posts

Latest news