تاند - د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرې حنا رباني کهر او د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا خاص استازي مارک ګراسمن پرون مازدیګر په اسلام اباد د دواړو هیوادونو ترمنځ د ستراتیژیکو خبرو پر دوام موافقه وکړه.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې د امریکا او پاکستان ترمنځ خبرې وروسته له دې له خنډ سره مخامخ شوې وې چې د افغانستان، پاکستان او امریکا په درې اړخیزو خبرو کې د پاکستان استخباراتي اداره له القاعده او طالبانو سره په ملاتړ تورنه شوه.

د پاکستان پر استخباراتو امریکايي چارواکو وروسته له دې زغرد انتقادونه پیل کړل چې د حقاني شبکې د افغان او امریکايي چارواکو په وینا د پاکستان د استخباراتو په ملاتړ په کابل کې د امریکا پر سفارت برید وکړ.

خو حنا رباني کهر او مارک ګراسمن په یوه ګډه خبري غونډه کې اعلان وکړ چې دوی په راتلونکي کې د دوو هیوادونو د جلا چلا کاري ډلو ترمنځ په بېلابېلو ستراتیژیکو برخو کې د کتنو او خبرو پر دوام موافقه وکړه.

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا خاص استازي او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرې د افغانستان حالاتو ته په پام سره د سیمې پر موجودو حالاتو او نړیوالو مسایلوهم خبرې وکړې.

ښاغلي ګراسمن او اغلې کهر د پاکستان او امریکا پر اړیکو هم خبرې وکړې او سلا شول چې د دوو هیوادونو په اړیکو کې د پراختیا لپاره دې د مختلفو کمېټو کار پیل شي.

د پاکستان د باندنیو چارو وزیرې وویل چې د اسلام اباد او واشنګټن اړیکې ډېرې مهمې دي او دې تعلقاتو د تروریزم پرضد ګډې مبارزې ته په پام سره په نړۍ کې خاص اهمیت موندلی دی.

اغلې کهر د امریکا او پاکستان اړیکې د دواړو هیوادونو په ګټه وبللې ځکه چې د دې په وینا د دواړو خواوو اړیکې په درسته نړۍ کې له سولې او امنیت سره تړاو لري.

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا خاص استازي وویل چې له پاکستاني چارواکو سره یې پر دوه اړخیزو اړیکو سربېره د استانبول او بون د کنفرانسونو په باب هم خبرې کړي او په دې غونډو کې د پاکستان ګډون مهم بولي او پاکستان باید په افغانستان کې د سولې په راتګ کې اساسي رول ولوبوي.

ګراسمن زیاته کړه:د دغو دوو کنفرانسونو کامیابي نه یوازې په افغانستان کې د امنیت له ټینګښت سره مرسته کوي بلکې په ټوله نړۍ او سیمه کې به هم د امنیت له ښه کېدو سره مرستندوی وي.

ده وویل چې پاکستان ته تر تګ مخکې افغانستان، د منځنۍ اسیا هیوادونو، چین او هند ته هم تللی او خپل سفرونه په سیمه کې د سولې لپاره ډېر ګټور بولي.

Your comment

  • AvaAdvertisement

Related posts

Latest news

  • AvaAdvertisement