د ولسي جرګي په نننۍ عمومي غونډه کې یوځل بیا د لومړي مرسیتال او د منشي مرستیال څوکۍ ته ټاکنې ترسره شوې.
په دغه ټاکنو کې یوځل بیا د لومړي مرسیتال څوکۍ ته عبدالاحد افضلي او نادر خان کټوازي ترمنځ سیالۍ وشوې خو هیڅ یو ونه شو کړ اي ۵۰ جمه یو سلنه رایې پوره کړای شې او د لو مړي مرسیتال د ټاکنو سیالۍ درېم پړاو ته واوښتې.
خو د منشي مرسیتال څوکۍ ته چې د میرمن حمیرا ایوبي او محمد فرهاد عظیمي ترمنځ سیالۍ وشوې محمد فرهاد عظیمي د ۱۱۷ رایو په ترلاسه کولو دې څوکۍ ته بریالی شو.
د تېرې ورځي ټاکنو په نتیجه کې احمد بهزاد دولسي جرګي د دوهم مرسیتال او عبدالقادر قلات وال د منشي په توګه و ټاکل شول.

Your comment

Related posts

Latest news