دوى به د ٢٠١١م کال په وروستيو کې له افغانستان څخه وتل پيلوي، خو په دې شرط چې په افغانستان کې وضعيت بدل شوى وي.

د جرمني د پوځ ٥ زره او ٣٥٠ عسکر به په افغانستان کې پاتې شي. دا مهال په افغانستان کې د دې هېواد ٤٨٦٠ عسکر دېره دي، دا درېيم هېواد دى چې په افغانستان کې ډېر عسکر لري، په لومړي کتار کې امريکا او په دويم دا کې بريتانيا راځي.

اکثره جرمني عسکر د افغانستان په شمال کې دېره دي، که څه هم امريکا او د ناټو ځينو غړو هېوادونو ټينګار کاوه چې جرمني عسکر دې د افغانستان ناامنو سيمو ته لاړ شي، خو جرمني دغه فيصله ونه منله.

د جرمني پوځيانو د غزېدو پلان د پارلمان د ٤٢٠ مثبتو او ١١٦ مخالفو رايو سره تصويب شو. تر اوسه په افغانستان کې ٤٥ جرمني عسکر وژل شوي دي، چې تر امريکايي او بريتانوي پوځيانو يې شمېر خورا کم دى.

په جرمني کې د افغانستان له ماموريت څخه د خلکو ملاتړ کم شوى دى. تېر کال په کندوز کې د يوې بمبارۍ په نتيجه کې د لسګونو ملکيانو وژل کېدو دغه ملاتړ ډېر کم کړ.

Your comment

Related posts

Latest news