د بلخ د امنيې قومندانۍ د مطبوعاتي څانګې مسئول شيرجان وويل، چې امنيتي ځواكونه تيره شپه د هليكوپتر په وسيله د خښتو يوې بټۍ ته كوز شوي، دوه كاركوونكي يې وژلي او درې نور يې له ځان سره وړي. په وروستیو کې په بلخ ولایت کې د سوداګرو برمته کېدا او مرموز قتلونه زیات شوي دي.

شېرجان وويل، تراوسه څرګنده نه ده چې دا كار افغان امنيتي ځواكونو كړى او كه بهرنيو، خو د پيښې په اړه تحقيقات روان دي.

تراوسه پورې افغان او يا هم نړيوالو ځواكونو هم په دې اړه څه تبصره نه ده كړې.

Your comment

  • AvaAdvertisement

Related posts

Latest news

  • AvaAdvertisement