په افغانستان کې مېشتو امريکايي ځواکونو په اوروزګان ولايت کې څه باندې درې مياشتې مخکې د فبروري پر يوويشتمه د ولسي وګړو د زيانونو په تړاو د څېړنو او موندنو پايلې خپرې کړې دي .

دغو ځواکونو پخپلو موندنو کې ويلي چې د امريکايي ځانګړو ځواکونو په عملياتو او الوتکو په بمبارۍ کې تر 23 پورې ولسي افغانان وژل شوي او 12 نور پکې ټپيان شوي ول.

امريکايي ځواکونه وايي د خپلو څېړنو پايلې يې په افغانستان کې د ناټو او امريکايي ځواکونو قوماندان جنرال سټېنلي مکريسټل ته هم سپارلې دي .

په موندنو کې ويل شوي چې پېښه د ځواکونو په په روزنه ، د اړيکو په ټينګولو او پرېکړه کولو کې د يو شمېر نيمګړتياوې له امله رامنځته شوې ده .

د امريکايي ځواکونو له لوري خپره شوې ويناپاڼه وايي ښاغلي مکريسټل د يادو لاملو د تعقيب امر کړی دی: (( دلته زموږ تر ټولو مهم ماموريت دادی چې افغانان وساتو. په بې غوري سره د ولسي خلکو وژل او يا ټپي کول زړه ماتوونکي دي ، دغه راز په بې غورۍ سره د خلکو وژل او يا ټپي کول زموږ پر ماموريت باندې د هغوی باور ته زيان رسوي . موږ به ددوی د باور د ترلاسه کولو لپاره ټول هغه څه وکړو چې کولای يې شو. ))

ددغو پلټنو مشري امريکايي جنرال ټيموثي مکهيل کوله.
د پلټنو پايلې ښيي پر هغو دريو ګاډو باندې چې تر 30 زيات ولسي وګړي پکې سپاره ول ، د امريکايي ځانګړو ځواکونو او امريکايي هوايي ځواک له لوري په تېروتنه سره د اورپکو په ګمان بريد پرې وشو.

څېړنې وايي امريکايي ځواکونو فکر کاوه چې په بمبار شويو ګاډو کې اورپکې سپاره دي .

ويناپاڼه وايي چې د پېښې په تړاو په افغانستان کې دامريکايي او ناټو ځواکونو قوماندان جنرال مکريستل سمدستي له ولسمشر کرزي سره وليدل ، د څېړنو او موندنو پر پايلو يې خبر کړ او بښنه يې وغوښته.

په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو په عملياتو او هوايي بمباريو کې د ولسي خلکو مرګ ژوبله پر يوه نانديريزه مسله اوښتي او ان ويل کېږي چې په تېرو څو مياشتو کې د واشينګټن او کابل د اړيکو دخړ پړتيا يو لامل هم دغه چاره وه .

په دې وروستيو کې بهرنيو ځواکونو ژمنه کړې چې د ولسي خلکو ژوند ته به ډېر پام کوي او په افغانستان کې د ناټو او امريکايي ځواکونو د اوسني قوماندان جنرال مکريسټل د تګلارې يوه برخه هم د ولسي وګړو خونديتوب بلل کېده.

امريکا ته د ولسمشر حامدکرزي په وروستي سفر کې د هغه امريکايي سيال ښاغلي اوباما هم د ولسي وګړو خونديتوب مهم وباله او زياته يې کړه چې په افغانستان کې د ولسي وګړو د ساتنې لپاره به هره شونې لاره وکاروي . 

بی بی سی

Your comment

Related posts

Latest news