د پكتيكا پخوانى والي عبدالقيوم كټوازی د ملي امنيت د عمومي رياست د مرستيال په توګه ټاكل شوی دى.

د جمهوري رياست د چارو د ادارې وياند فيضي ځدراڼ ازادي راډيو ته وويل، چې ښاغلى كټوازی تر دې پخوا د پكتيكا والي و او اوس د ملي امنيت د عمومي رياست په وړاندېز او د جمهوري رياست په تایيد دې څوكۍ ته ټاكل شوى او خپل كار يې پيل كړى دى.

تر دې مخكي ډاكټر عبدالله لغماني د ملي امنتيت د عمومي رياست د مرستيال پر څوكۍ كار كاوه، چې څه وخت مخكې په لغمان ولايت كې په يوه ځان وژونكې حمله كې ووژل شو.


Your comment

  • AvaAdvertisement

Related posts

Latest news

  • AvaAdvertisement