د امریکا چاپ د هیل ورځپاڼې یو ځل بیا د افغانستان په تړاو تازه مطلب خپور کړی او لیکلي یې دي چې د افغانستان له جګړې څخه باید درسونه واخیستل شي.
د هیل خپرونې لیکلي، په داسې حال کې چې د ایراني لوړپوړي نظامي چارواکي تر وژل کېدو وروسته د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په منځني ختيځ کې درې نیم زره اضافي سرتېري ګوماري، د خلکو بحثونه باید د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړي سرپلټونکي پر راپورونو راوڅرخي.
واشنګټن پوست د هغو پنځو مواردو سپارښتنه کوي چې باید د افغانستان له جګړې ټول درس واخلي او د مقالې په لومړۍ برخه کې راغلي چې اسامه بن لادن اصلي ګټونکی دی.
په مطلب کې د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي سرپلټونکي یا سیګار د راپور له قوله راغلي چې وايي، د سپينې ماڼۍ پخواني کارکوونکي په ۲۰۱۵ میلادي کال کې ویلي: “وروسته له هغه چې اسامه بن لادن ووژل شو، ښايي په خپل قبر کې يې پر دې خبره ډېر خندلي وي چې امریکا په افغانستان کې څومره ډېرې پیسې ولګولې.”
همداراز په ۲۰۱۰ میلادي کال کې د بن لادن له زوی عمر سره د رولینګ سټون مجلې مرکې ته هم اشاره شوې.په دې مرکه کې د مقالې په وینا، عمر بن لادن ویلي چې پلار یې غوښتل امریکا افغانستان ته لاړه شي او هلته دومره پیسې ولګوي چې اقتصاد یې سقوط وکړي.
مقاله د دوهم مورد یادونه کوي چې امریکايان نه‌پوهېدل ولې يې ځواکونه افغانستان ته ځي.
ده هېل په درېیم مورد کې لیکلي اوس وخت رارسېدلی چې امریکا په افغانستان کې دولت جوړونه بنده کړي.
په مقاله کې راغلي دي چې په افغانستان کې تر ۲۰۰۷ میلادي کاله اداري فساد دومره ډېر شوی و چې پخواني امریکايي سفیر راین کراکر ویلي وو چې مخنیوی يې ناممکنه ښکاري.
مقاله د واشنګټن پوسټ یوه راپور ته اشاره کوي چې امریکا د مرستو د ادارې (یو اېس اېډ) د یوه چارواکي له قوله ویلي: “د افغانستان په یوه کوچنۍ ولسوالۍ کې چې خټين کورونه‌يې درلودل، هره ورځ د درېیو میلیونه ډالرو د وېشلو هڅه کېده.”د مقالې په لیکنه څلورم ټکی دا یاد شوی چې تاریخ بېرته راڅرخي او مقاله په پنځم ټکي پای ته رسېږي چې وايي وخت رارسېدلی چې دا لېونتوب د تل لپاره پای ته ورسېږي.
 

Your comment

Related posts

Latest news