د نشه يي توکو د ک?ت او استعمال په و?اندي کلکه مبارزه وک?ي تر ?و د هيواد نوي او ?وان نسل چي د هيواد په پرمخت? کي تر ?ولو ?يره ون?ه لري له نشو ?خه ليري پاته سي.

د نشه يي توکو مخنيوی د کندهار ولايتي ادارې د لومړيتوبو څخه دی او په همدې موخه نن د دغه ناوړه بوټي د مخنيوي په ارتباط يوه پراخه غونډه تر سره سوه.
د افغان غږ آژانس د رپوت له مخې، ياده غونډه چي د کندهار ولايت مقام په انګړي کي جوړه سوې وه د کندهار والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا تر څنګ د همدې ولايت د ليري او نږدې ولسواليو ولسوالانو، د ولسواليو قومي مشرانو، سپين ږيرو او زيات شمېر عامو خلکو هم پکي ګډون درلود.
د غونډي په پيل کي کندهار والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا له سپين ږيرو او قومي مشرانو وغوښتل چي د نشه يي توکو د کښت او استعمال په وړاندي کلکه مبارزه وکړي تر څو د هيواد نوی او ځوان نسل چي د هيواد په پرمختګ کي تر ټولو ډيره ونډه لري له نشو څخه ليري پاته سي.
ښاغلي ويسا زياته کړه چي نور به په ګډه د دغه ناوړه کښت د کرکېلي مخه نيسي او د حلال کښت په کرلو سره به خپله اسلامي او وطني وظيفه پر ځای کوي.
د کندهار د علماوو شورا رئيس مولوي عبيدالله د اسلام له نظره د نشه يي توکو د کښت او استعمال د حراموالي په اړه خبري وکړې او ټينګار يې وکړ چي الله تعالی د نشه يي توکو هر ډول استعمال په مطلق ډول حرام بللی او بايد مسلمانان يې په هيڅ دليل ځان ته د رواوالي هڅه ونه کړي.
هغه زياته کړه چي د اولادونو لپاره بايد حلال رزق وګټلسي او حلال رزق په حلال کښت کي دی.
په غونډه کي نه يوازي د دغه ناوړه بوټي د کښت د مخنيوي په اړه خبري وسوې بلکي د نشه يي توکو پر قاچاق او استعمال هم بحث وسو.
د ولسواليو قومي مشرانو، سپين ږيرو او د غونډي برخه والو کندهار والي ته ډاډ ورکړ چي د نشه يي توکو له کښت او استعمال څخه به ډډه کوي او د ټولني د ښه راتلونکي په توګه به نورو ته هم له نشه يي توکو څخه د مخنيوي تبليغ کوي.

Your comment

  • AvaAdvertisement

Related posts

Latest news

  • AvaAdvertisement