دافغان غږ(آوا) آژانس دخبرله مخی، د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسين مشرقيوال وویل، چې امنیتي ځواکونو تېره شپه په هسکه مېنه او بټي کوټ ولسوالیو د ننګرهار ولایت کې عملیات کړي دي.

هغه وای، دغه ولسوالۍ د ۲۳ ویالې په سیمه کې بیا د عملیاتو پر مهال دوه وسله وال طالبان وژل شوي دي.

دی زیاتوي، چې د يادو عملياتو پر مهال اووه مشکوک وسله وال ژوندي نيول شوي او د هغوی دوه میله کلاشينکوفونه، یو میل تومانچه، پنځه پرتلې، دوه دوربینونه، نهه د کلاشينکوف شاجورونه، پنځه جوړې نظامي درېشۍ، یوه د راکت مرمۍ او یوه برچه د یادې قطعې د منسوبینو لاس ته ورغلي دي .

خو وسله والو مخالفینو تر اوسه په دی آړه څه ندی ویلی.

Your comment

Related posts

Latest news