دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۹ حوت ۱۳۹۴ ساعت ۱۴:۲۹
د مطلب کود : 123575
په یادو مراسیمو کې د پکتیکا مرستیال والي ښاغلی عطاالله فضلي، د ملکي او نظامي ادارو مسوولینو،د پکتیکا خلکو ګډون کړی وو.
په پیل کې د پکتیکا ولایت ویاند نبي الله پیرخیل د مارشال محمد قسیم فهیم ژوند لیک ولوست.
ورپسې د پکتیکا مرستیال والي ښاغلي فضلي وویل : مارشال د هېواد هوسایني لپاره زیاتي هڅې کړې تر ټولو لوی ارمان یې په هېواد کې د ملي وحدت را مینځ ته کیدل و، ورسته نورو ویناوالو هم د مارشال مړینه لویه ضایعه وبلله، هغه یې د ملي وحدت سمبول یاد کړ، د هغه مبارزه یې د جهاد او مقاومت له وخته بیا تر ننۍ ورځې پورې وستایله .
هغوی وویل نن چې مونږ په چوکیو ناست یو ملي اردو لرو،د همدې مبارزینو د خدمت او هڅو برکت ده،د غونډې ټولو ګډونوالو د مارشال روح ته دعا وکړه او ارواښاد ته یې د جنت فردوس پاتي شونو ته یې د جمیل صبر غوښتنه وکړه.
https://avapress.com/vdciypazwt1arw2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته