دخپریدو نیټه :يکشنبه ۸ حمل ۱۳۹۵ ساعت ۱۱:۰۴
د مطلب کود : 124149

 د ښمن بايد پوه سي، چي د دوی په ترهګريزو کړونو د وسله وال پوځ مورال نه ټيټېږي .

يادي څرګندوني د ولايت مقام مرستيال عبدالعلي شمسي د ۲۰۵ اتل قول اوردو په هغه غونډه کي وکړې، کوم چي د ۱۲۰۰ تنو سربازانو د فراغت په مناسبت جوړه سوې وه.
د نوموړي غونډي پرمهال د ۲۰۵ اتل قول اوردو دقومندان تورن جنرال داودشا وفادار ترڅنګ، د کندهار د ولايتي شورا غړو، د امنيه قومندانۍ د امنيت آمر ، د پوليسو د زون مرستيال، د آيساف ځواکونو يوشمېر مشرانو او د ملي اوردو په سلهاوو سرتېرو هم برخه لرل.
د کندهار د ۲۰۵ اتل قول اوردو د ۲۵۳م کنډک دتعليم او تربيې د څانګي څخه ۱۲۰۰ تنه سربازان په ۲۴تمه دوره کي فارغ سول.
په پيل کي دولايت مقام مرستيال عبدالعلي شمسي وويل، د خوښۍ ځای دئ، چي زموږ د امنيتي ځواکونو او جوزتامونو د پياوړتيا لپاره په سلهاوه سربازان دمسلکي زده کړو ترلاسه کولو وروسته په دندو ګمارل کېږي.هغه وويل، دښمن بايد په دې پوه سي، چي زموږ د وسله وال پوځ ليکي او تجهيزات ورځ تر بلي قوي کېږي او ځوانان مو په خپله خوښه د امنيتي ځواکونو په ليکو کي برخه اخلي.ښاغلي شمسي سرتېرو ته په خطاب کي وويل، تاسو بايد دښمن ته ددې اجازه ورنه کئ، چي هغوی خپلو شومو موخو ته ورسېږي او دهيواد ارامه فضا مو را نا ارامه کړي.د ده په خبره، د وظيفې پرمهال بايد له ټولو امنيتي ځواکونو سره په ګډه همږغۍ دسيمي امنيت خوندي او د دښمن په وړاندي خپلي سينې سپر وګرځوئ.
 
هغه سرتېرو ته وويل، بايد تر قومي، سمتي او نژادي تعصباتو تېر او پرځای يې په خپلو منځو کي دسيمي د خلګو سره په اتفاق، اتحاد او ورور ولۍ ژوند وکړئ.
پرهمدې مهال د کندهار د ۲۰۵ اتل قول اوردو قومندان تورن جنرال داود شا وفادار وويل، په نننيو فارغه سربازانو کي د هيواد د ۳۴ ولايتونو ځوانان راغونډ سوي او دهيواد د ساتني لپاره يې ملا تړلې ده.هغه سرتېرو ته وويل، د وظيفې پرمهال بايد د خلګو سره نېک برخورد او ښه رويه وکړئ، څو دهغوی نور هم په خپلو امنيتي ځواکونو باندي باور زيات او د امنيت په برخه کي همکاري درسره وکړي.
ښاغلي وفادار وويل، دښمن دا مهال د مخامخ جګړې توان له لاسه ورکړئ او هڅه کوي، څو د شومو تبليغاتو له لاري د خلګو زهنونه مغشوش کړي.
ده زياته کړه، دښمن بايد په دې پوه سي، چي افغانستان يو تاريخي هيواد دئ او مېړني بچي يې هڅه کوي، څو د هيواد د دښمن په وړاندي کلکه مبارزه وکړي.
هغه په ورستيو کي د ۲۰۵ اتل قول اوردو د تعليمي او تربيوي مرکز له ټولو استادانو څخه مننه وکړه، چي د سر بازانو په روزلو کي يې خپلي ټولي هڅي نه دي سپمولي.
بايد وويل سي، چي دمراسمو په ورستيو کي ټولو فارغه ځوانانو ته د ولايت مقام د مرستيال عبدالعلي شمسي، د اتل قول اوردو د منسوبينو او ولايتي شورا د غړو له لوري فراغت ليکونه ورکول سول او پرمهال يې فارغه ځوانانو ژمنه وکړه، چي دهيواد او خلګو لپاره به خدمت کوي او په دې لاره کي به خپلي سينې د دښمن په وړاندي سپر ګرځوي.
 
سرچينه : کندهار ملی تلویزیون
https://avapress.com/vdcgtt9qyak9xq4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته