دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۸ اسد ۱۳۹۲ ساعت ۰۹:۱۶
د مطلب کود : 72656
څرنګه چې تاسو په جریان کې یاست، د افغانستان د مالیې وزیر ډاکټر حضرت عمر زاخیلوال، د یوه پلاوي په مشرۍ د روان کال د زمري د میاشتې په ۲۴ مه تاجکستان ته درې ورځنی رسمي سفر درلود. په دغه سفر کې افغان پلاوي د تاجکستان له چارواکو سره د ګازو د نللیکې په غځیدو، د بریښنا په لیږد، د ترانزیټي مالونو په ترانسپورټ او د ریل پټلۍ د جوړیدو په اړه ګټورې خبرې وکړې.
تاجکستان ژمنه وکړه چې نژدې 30 افغانانو ته به د ریل پټلۍ په تخنیک کې روزنه ورکوي. د افغانستان بار لرونکو لاریو ته به داسې روډ پاس (Road Pass) ورکوي چې کولای شي د تاجکستان هرې برخې ته مالونه په اسانۍ سره ولیږدوي. د تاجکستان چارواکو همدا راز افغان سوداګرو ته د اوږدمهاله ویزې د ورکړې په اړه د خپلې ژمنې پخلی وکړ.



ددې سفر په اړه مطبوعاتي اعلامیه تاسو ته پخوا لیږل شوې وه، خوشاله یو چې د نوموړي سفر په اړه انځورونه له تاسو سره شریکوو.
https://avapress.com/vdcd9905.yt0xk6bl2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته