دخپریدو نیټه :جمعه ۸ ثور ۱۳۹۶ ساعت ۱۷:۴۶
د مطلب کود : 141800
طالبان د کوم هیواد په خلافت جنګیږی؟
سرګی لاوروف؛ د روسیی خارجی وزیر، د امریکایی چارواکو ادعا په دی اړه چی مسکو د طالبانو سره تسلیحاتی مرستی کوی، بی اساسه بللی دی.
دوه ورځی مخکی، جان نیکلسون؛ په افغانستان کی د خارجی ځواکونو قومانده وویل چی د روسیی تسلیحاتی ملاتړ د طالبانو سره ګزارش نه ردوی.
خو د سه شنبه په ورځ، د روسیی خارجی وزیر، دی ادعا ته ځواب ورکړ او وویل: په افغانستان کی امریکا مشری لاندی نظامیان او واشنګتن او نظامی مقامات همیشه دا ادعا کوی چی روسیه د طالبانو سره تسلیحاتی مرستی کوی، بی اساسه د حقیقته لیری خبره ده. هغه منفی موضوع ګانی دی چی روسیی ته نسبت ورکوی. تاسو ووینی چی هیڅ اسناد او شواهد شتون نه لری چی دا منفی اظهارات ثابت کړی. هیڅ څوک د سند د ارائه کولو لپاره آماده نه دی.
جنرال نیکلسون تلویحآ قبول کړی دی چی روسی تسلیحات په هلمند او افغانستان نورو سیمو کی ویشل سوی دی او جیمز ماتیس؛ د امریکا دفاع وزیر هم وویل چی د سلاح ورکول و شورشیانو ته د بین المللی قوانینو نقض دی.
ډیر وخت راهیسی امریکا او روسیه د افغانستان خراب وضعیت چارو کی په مداخلت تورنوی او د مشکلاتو ټوله مسئولیتونه یو د بل په غاړه اچوی.
کارپوهان وایی چی ددی متقابل موضع ګیریو تشدید او ډیریدنه، هیڅ وخت د افغانستان امنیت او ثبات او سولی په ګټه نه دی؛ بلکه د نورو مشکلاتو د رامنځته کیدو سبب هم ګرځی.
ددی تګلاری مهم پیامدونو څخه، د تروریستی ډلو قدرت نیونه دی. د صاحب نظرانو په باور، حتی که امریکایی مکرر اتهامات د روسیی تسلیحاتی مرستو په اړه د طالبانو سره هم نادیده ونیسو، په عادی شرایطو کی هم چی دوه ابر قدرتونه په دریم هیواد کی د یو بل په وړاندی قرار ونیسی، ددی وضعیت څخه ښه ګټه غیری قانونی تروریستی ډلی اخلی؛ هغه ډلی چی خپل مقصدونو ته درسیدو لپاره یا هم د مرکزی حکومت د کمزوری کولو لپاره له یو خوا او د ابرقدرتونو څخه یو ګټی ته قرار نیسی او په دی ترتیب سره د جنګ او تاوتریخوالی تردی هم ډیریږی.
د صاحب نظرانو په باور، د طالبانو ډله په حاضر حال کی، په همدی وضعیت کی قرار نیولی دی.
حتی که د بلخ په اخیرو وژنو کی تروریستان د د روسی تسلیحاتو څخه ګټه نه وی پورته کړی او د امریکایی مقاماتو ادعا په دی برخه کی درواغ وی، بیله دی چی امریکا او روسیه د یو بل په وړاندی قرار نیسی او یو بل د طالبانو سره په مرستی باندی تورنیږی او بل هم د داعش سره په مرسته تورنیږی، همدا وضعیت کافی دی چی تروریستی ډلی ددی وضعیت څخه خپل ګټی لپاره کار واخلی.
کارپوهان وایی چی ددی لید څخه، هم طالبان او نور تروریستی ډلی په افغانستان کی چی د افغانستان دولت آمارو په اساس د ۲۰ ډلو څخه ډیر ابلاغ سوی دی، هر یو د یو هیواد په خلافت او یا نه شتون په افغانستان کی جنګیږی. په روشانه بیان سره، که د خارجی هیوادونو تسلیحاتی مرستی د تروریستانو سره مطرح نه وی، دا ډلی یو ورځ هم د خپل جنګی ماشین د مخته وړلو باندی قادر نه دی؛ بلکه داسی مقصد چی د هغوی جنګ توجیه کړی هم شتون ونه لری.
ددی ساده فورمول په اساس، طالبان خارجی مرستو ته بیله تکیه کولو سره ددی ۲۰ کلنی جنګ درانده لګښت څخه نه سی وتلای؛ ځکه چی دا جنګ هر کال په عادی شرایطو کی، میلیاردونه دالره د هر دواړو لورو څخه لګښت لری او دا هغه څه نه دی چی د طالبانو لاسته راوړنو څخه لاسته راځی.
که څه هم خارجی قدرتونه د افغانستان په جنګ کی، هر وخت هڅه کوی چی په دروغو سره، مخدره توکی او د معادن غیری قانونی استخراج د طالبانو د جنګ لګښت عنوانوی؛ خو حقیقت دادی چی دا یواځی مخدره توکی او معادن نه دی چی دا جنګ تر دی هم اوږدوی.
په دی منځ کی، د طالبانو تسلیحاتی او مالی ملاتړ په اړه، دا یواځی روسیه نه دی چی تورن سوی دی؛ ځکه که پرروسیی باندی وارد سوی اتهامونه صحیح هم وی، روسیه په تازګی سره ددی روند سره یوځای سوی دی؛ خو نور قدرتونه لکه پاکستان، عربستان او امارات، امریکا او... کلونه دی چی دا تورنونه ورباندی سته او د طالبانو تروریزم قدرت نیونی مسئول پیژندل سوی دی.
https://avapress.com/vdcjyvevyuqexoz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته