دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۸ عقرب ۱۳۹۳ ساعت ۱۰:۵۵
د مطلب کود : 101309
جمهوررییس احمدزی: د افغانستان امنیتي ځواکونه په یوه پیاوړي، تجربه لرونکي او ژمن پوځ بدل شوي دي

د افغانستان جمهور رییس ډاکټر محمد اشرف غني احمدزي په سیمه ایز وخت پرون له غرمې وروسته د چین د ولسي جمهوریت د نړیوالو څیړنو په انستیتوت کې وینا وکړه.
جمهور رییس احمدزي په دغه وینا کې په  نړیوالو چاروکې د چین  کار پوهانو ته د افغانستان د بهرني سیاست، د سیمه ایزو همکاریو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو په پراختیا کې د چین د رول په باب خبرې وکړې.
جمهور رییس احمدزي په دغه وینا کې د افغانستان او سیمې پر هدفونو، ستونزو، ګواښونو، اطلاعاتو او ځواکمنۍ تمرکز وکړ، وې ویل چې افغانستان د سیمې د درې میلیارد نفوس په منځ کې قرار لري او د دغه شمېر افرادو پیوند زموږ د بهرني سیاست لپاره مهم دی. زموږ اصلي موخه په سیمه کې د همکاریو په بستر باندې د افغانستان بدلول دي.
 افغانستان دا بالقوه توانایي لري چې په دغه سیمه کې په یوه څلور لارې او ځمکني پل بدل شي.
جمهوررییس د افغانستان پر پایه دارې اقتصادي ودې ټینګار وکړ، وې ویل چې د افغانستان د معدني او جیولوژیکي سرچینو دریمه برخه سروې شوې ده چې ارزښت یې له یو څخه تر درې تریلیون ډالرو پورې تخمین شوې ده.
ډاکټر محمد اشرف غني احمدزي د هېواد د ملي اردو، پولیسو او د ملي امنیت له ځواکمنۍ څخه یادونه وکړه، وې ویل چې د افغانستان امنیتي ځواکونه  په یوه پیاوړي، تجربه لرونکي او ژمن ځواک بدل شوي دي.
جمهور رییس د هېواد د نوي حکومت او د افغانستان د خلکو د خدمت لپاره د هغه د ژمنو په اړه وویل چې د ملي وحدت د حکومت جوړیدل په دې معنی دي چې موږ د هېواد د ملي او مهمو پالیسیو په اړه د ورته نظر لرونکي یو او سوله د هغو مهمه برخه جوړوي او موږ سولې ته د رسېدو او د جګړې د پای ته رسېدو لپاره اتفاق  او اتحاد ته ژمن یو.
جمهوررییس وویل کله چې د افغانستان د خلکو ماشومان ښوونځي ته ځي دوي په اندیښنه کې وي چې ځان وژونکي برید کوونکي هغوی مړه او یا ټپیان نه کړي او یا یې ماشوم ته زیان و نه رسیږي، دا هغه واقعیت دی چې موږ په هغه کې ژوند کوو او موږ غواړو چې د غه حالت ته د پای ټکی کیږدو ترڅو زموږ ماشومان له خطر پرته ښوونځي، جومات او بازار ته لاړ شي.
جمهوررییس څرګنده کړه : زه او په حکومت کې زما همکاران مسوول یو چې ماشومانو او خپلو نورو هېوادوالو ته د ارزښته ډک ژوند زمینه برابره کړو.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcjyvevhuqeytz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته