دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۰ قوس ۱۳۹۰ ساعت ۱۰:۳۹
د مطلب کود : 33330
د امریکا سفیر د پکتیکا د ستراتیژیک موقعیت د څېړلو لپاره دې ولایت ته سفر وکړ
د پکتیکا د وروسته پاتې ولایت د محکمو ودانۍ په دې ولایت کې د ولایتي بیارغونې د ډلې له لوري د دوه لکه درې زره امریکايي ډالرو په لګښت جوړه شوې ده.
په افغانستان کې د امريکا سفير راين کراکرنن په پکتیکا ولایت کې د محکمو د ریاست د ودانۍ د پرانستلو په مهال وویل چې متحد ایالتونه له افغانستان سره په عدلي او قضايي چارو کې مرسته کوي.

د پکتیکا د وروسته پاتې ولایت د محکمو ودانۍ په دې ولایت کې د ولایتي بیارغونې د ډلې  له لوري د دوه لکه درې زره امریکايي ډالرو په لګښت جوړه شوې ده.

د پکتيکا والي محب الله صميم د دې ودانۍ جوړېدا د پکتيکاوالو لپاره یو ګام پرمخ وباله او د نړيوالې ټولنې د مرستې او همکارۍ يوه بېلګه یې وبلله .

ښاغلي صمیم وویل: اوس په ټول هېواد کې دې ته ورته ډېرې دولتي ودانۍ جوړې شوې او

د بيا رغوني ډېرې نورې چارې روانې دي.

صمیم زياته کړه، د محکمې کارکوونکي یا قاضیان به مو اوس خوندي اومحفوظ ځای ولري اودعدالت په چوکاټ کې به د خلکوستونزي حل کړي.

د امريکا سفير راين کراکر د پکتيکا له والي او د هغه له کاري ډلې مننه وکړه چې د دوى له لوري دغه ولايت ته منظوره شوې ۱۵۰ مليونه بودجه يې د پوهنې، روغتيا، کرنې ، قضا او نورو بنیادي پروژو په برخه کې په ښه ډول لګولې ده.

نوموړي د پکتيکا ستراتيژيک موقعيت د افغان دولت او نړيوالو لپاره مهم وباله او ويې ويل، پکتیکا ته د ده د سفر څخه یو هدف دا هم و چې د پکتيکا ستراتيژيک موقعيت ځان ته مالوم کړي.

پکتیکا له وزیرستان سره پوله لري او د ناټو او نړیوالو ځواکونو د خورا سرسختې مخالفې ډلې یعني حقاني شبکې د تمرکز ځای دی.
ناتایید شوي راپورونه وايي چې امریکا په دې ولایت کې خورا لویه پوځي اډه جوړه کړې.ځیني کسان ادعا کوي چې دې اډې ته له څو کلونو راهیسي د ورځې په لسګونو لارۍ سمینټ او نور وسایل وړل کېږي.
د پکتيکا ولايت د محاکمو رييس محمد حکيم کونړي له پي آر ټي څخه د مننې په ترڅ کې د جوړې شوې ودانۍ ځينې نيمګړتياوې په ګوته کړې او له چارواکو يې د دغه ولايت د محبس لپاره د يوې ودانۍ د جوړېدو غوښتنه وکړه.

د پکتیکا د محکمو ودانۍ ١٤ اداري خونې، ۸ د اوسېدلو خونې اود دې ترڅنګ نورې ضروري اسانتیاوې لري.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjytet.uqettz,bfu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته