دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲ سنبله ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۰۶
د مطلب کود : 148704
د امریکا نوې ستراتیژي اعلان او د پاکستان پوځ مشر غبرګون

د پاکستان پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه د امریکا نوې ستراتیژي په اړه غبرګون وښود او ټینګار یې وکړ چې پاکستان له امریکا څخه د مادي او مالي مرستو د ترلاسه کولو په لټه کې نه دی.

نوموړې دغه څرګندونې په پاکستان کې میشت د امریکا متحده ایالاتو له سفیر سره د کتني پر مهال وکړه.

د پاکستان پوځ د رسنیو له دفتر څخه په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې په اسلام اباد کې د امریکا سفیر تیره ورځ له جنرال باجوه سره وکتل او د امریکا نوې ستراتیژي په اړه معلومات ورکړ.

خبرپانه زیاتوي، چې د کتنې په ترڅ کې د امریکا سفیر له جنرال باجوه څخه وغوښت چې په افغانستان کې د موجود ستونزو د حل په اړه خپل رول ولوبوي.

په همدې حال کې جنرال وویل چې پاکستان تل هڅې کړي ترڅو په افغانستان کې موجود ستونزې حل شي او ټینګار یې وکړ چې پاکستان دا کار او هڅې د خپل ملي ګټو لپاره ترسره کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر د سه شنبې په ورځ د افغانستان او سویلي اسیا په اړه د واشنګټن نوې ستراتیژي په ډاګه کړه.

نوموړې د پاکستان پر حکومت نیوکه وکړه او وویل چې پاکستان اکثراً ترهګرو ډلو ته پټځایونه ورکوي او خبرداری ورکړ چې امریکا نور د پاکستان لخوا توندلارو ته د پټنځیو ورکړې پر وړاندې زغم نه لري.

نوموړې خبرداری ورکړ چې امریکا به نور داسې پاکستان ونه زغمي چې ترهګرو ته خوندي پټنځی وي سره له دې چې واشنګټن له پاکستان سره ډېره مالي او پوځي مرسته کړي دي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjyoevxuqexaz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته