دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱ حوت ۱۳۹۵ ساعت ۰۸:۵۰
د مطلب کود : 138309
د سالنګ لویه لاری تړل کید د مسافرینو پرمخ
د سالنګونو د ساتنې رئیس، جنرال رجب وایي چې په سویلي سالنګ کې د واورو او طوفانونو د دوام له امله دا لویه لار د تګ و راتګ پرمخ وتړل شوه.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبر له مخې، د سالنګ لویه لاره نن(شنبې د سلواغې۳۰مه) یوځل بیا د مسافرینو تګ راتګ په موخه تړل شوې ده.
د سالنګونو د ساتنې رئیس، جنرال رجب وایي چې په سویلي سالنګ کې د واورو او طوفانونو د دوام له امله دا لویه لار د تګ و راتګ پرمخ وتړل شوه.
نوموړی له ټولو مسافرینو څخه غواړي چې د حالت تر ښه کېدو پورې له دې لارې څخه تګ و راتګ ونکړي.
دا په داسې حال کې ده چې هر کال د ورښتونو له امله په سالنګونو کې خلک د تګ راتګ پر مهال له ستونزو سره مخامخ کېږي.
د سالنګ د لویې لارې خرابوالي پر دغې لارې تګ راتګ ډیر ستونزمن کړی دی. یو شمېر موټر چلونکي وايي، د ژمي په رارسېدو سره ډیری هیوادوال د سالنګ په لویه لار د مرګ له خطر سره مخامخ دي.
https://avapress.com/vdcjyoevhuqettz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته