دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۱۱:۲۳
د مطلب کود : 156804
کابل کې یو سړی او ښځه د نامشروع اړیکو او قتل په تور نیول شوي

په پلازمېنه کابل ښار کې یو سړی او ښځه د نامشروع اړیکو او د قتل په تور نیول شوي.

د کابل د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې ریاست چارواکي وایي، یو سړی چې له یوې ښځې سره نامشروع اړیکې درلودې، د مرغومی په ۲۷ مه نیټه د ښځې میړه په چړو وژلي وه او له سیمې څخه وه.

چارواکي زیاتوي، چې پيښه د اومې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې هغه مهال رامنځته شوه کله چې دواړه مجرمین په نامشروع کړنو بوخت وو او د ښځې میړه له وظیفې څخه خپل کور ته راستون شو چې دواړو غاړو ترمنځ د شخړې لامل شو او د ښځې میړه د چړې په برید کې ووژل شو.

د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې ریاست چارواکي وایي، د قتل اصلي عالم او د مقتول ښځه د امیتي ځواکونو له خوا نیول شوي او د پیښې په اړه پلټنې روانې دي.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې د هېواد په شو شمېر مهم ښارونو کې د کابل په ګډون په جنایي پیښو کې زیاتوالي راغلي دي او جنایي جرمونو منسوبینو د عملیاتو  په لړ کې کابو دوه اوونی مخکې هم په پلازمېنه کابل ښار کې یوه ښځه د اختطاف د یوې قضیې په تړاو ونیول شوه.

د امنیتي چارواکو په وینا، دغه ښځه د مرغومی په ۶ مه ڼیته د کابل ښار د ۱۳ مې امنیتي حوزې له اړوند سیمې څخه نیول شوې.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjymevxuqeioz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته