دخپریدو نیټه :شنبه ۳۱ سرطان ۱۳۹۶ ساعت ۱۳:۳۲
د مطلب کود : 146805
د فراه په پشت رود ولسوالۍ کې ۶ سرتېري وژل شوي

د فراه د امنیه قومندانۍ ویاند ګلبهار مجاهد وایي، دا پېښه په پشت کوه ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.

د صدای افغان خبری آژانس(افغان غږ خبری آژانس)، هغه زیاتوي، تېره شپه درې سوه طالبانو د دغې ولسوالۍ پر ودانې برید وکړ او غوښتل یی ولسوالي ونیسي؛ خو د امنیتي ځواکونو له مقاومت سره مخ شول.

د نوموړي په وینا؛ په دغه برید کی د ملي اردو شپږ سرتېري وژل شوي او پېنځه نور ټپیان دي.

د پشت کوه ولسوال عبدالحکیم هم دا برید تائیدوي او وایي، په برید کی اووه وسلوال هم وژل شوي او اته نور ټپیان دي.

دا په داسې حال کې ده، چې محلي سرچینې د امنیتي ځواکونو د مرګ و ژوبلې شمېر لوړه ښیي.

طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjymeviuqexoz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته