دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲ دلو ۱۳۹۳ ساعت ۱۵:۲۹
د مطلب کود : 105800
د اروپا او شمالی امریکا ځوانانوته، د امام خامنه ای پیغام
د امام خامنه ای، د اروپا او د شمالی امریکا ځوانانو ته په یو پیغام کی ولیکل : په فرانسه کی وروستیو پیښو، او په ځینو نورو لویډیځو هیوادونوکی، ورته پیښو؛ زه دیته قانع کړم چی، د هغو په باره کی، په مستقیمه توګه له تاسو سره، خبری وکړم .
د ایرنا د رپوټ په اساس،  د اسلامی انقلاب معظم لارښود، پرون په دغه پیغام کی، د ویرونکی دښمن په توګه، د اسلام د دین د ښودلو لپاره، په دؤو وروستیو لسیزوکی د لویدیځ هلوځلو ته په اشاری سره، څرګنده کړه : د ویری او کرکی د احساس لمسول، او له هغه څخه ګټه اخیستل، له بده مرغه؛ د لویدیځ په سیاسی تاریخ کی، اوږده مخینه لری .
حضرت آیت ... العظمی خامنه ای، نویو تاریخ لیکنو ته په اشاری سره چی، په هغوکی د نړۍ د نورو ملتونو او کلتورونو سره؛ د لویدیځو دولتونو غیر صادقانه، او له فریب او دوکی ډک کړچار، رټل شوی دی؛ زیاته کړه : د امریکا او اروپا تاریخ؛ له شرمونکی مریی توب،د ښکیلاک له سر ځوړلی دوری، او پر رنګین پوستو؛ تور پوستو او غیر مسیحیانو باندی، له ستم او ظلم کولو څخه، خجل او شرمیدلئ دئ .
حضرت آیت الله العظمی خامنه ای، تحقیر؛ او له نورو څخه د پوچی ویری، او د کرکی رامنځته کول؛ د ټولو ظالمانه ګټی اخیستنو ګډه زمینه بللې، او دا پوښتنه یی مطرح کړه چی، ولی؛ د ویری اچونی او د نفرت اوکرکی د رامنځته کونی پخوانی سیاست؛ داځلی په بی مخینی شدت سره، اسلام او مسلمانان په نښه کړی دی ؟
دوی همداراز، داروپا او د شمالی امریکا له ځوانانو وغوښتل چی، د وار مخکی او عجولانه قضاوت او منفی تبلیغاتو د سیلاب په غبرګون کی دی، هڅه وکړی چی د اسلام له دین څخه، په مستقیمه توګه، او له واسطی پرته شناخت ترلاسه کړی، او لږ تر لږه ودی پوهیږی چی، هغه څه چی هغوی ورڅخه ویروی او تیښتی ته یی هڅوی؛ څه شی دی ؛ او څرنګه ماهیت لری .
د اسلام انقلاب معظم لارښود، د اروپا او دشمالی امریکا ځوانانو ته په خطاب کی څرګنده کړه : اسلام؛ د اصیلو او لمړنیو لاس نه خوړلو سرچینو له لاری وپیژنئ، او د اسلام سره؛ د قرآنکریم او د اسلام د ستر پیغمبر ص د ژوندانه د مطالعه کولو له لاری، آشنا شئ .
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcjyievyuqeyoz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته