د
افغان غږ خبری آژانس آژانس له مخی :
کابل ښار منظم ټرانسپورتي سېستم نلري، ودانۍ د ښاري معیاریونو په خلاف جوړې شوې او ښار په غیرمنظم ډول لوی شوی دی چې ټرانسپورتي ستونزې هم ورسره زیاتې شوېدي. د کابل ښاروالۍ مسولین وايي چې دوی د کار له پاره مناسبه وړتیا نه لري او په ښار کې ټرانسپورتي ګډوډۍ هم زیاتې شوېدي.
د کابل ښاروال وايي چې دوی به د ښار د ټرانسپورتي او ټرافیکي ستونزې او ګڼې ګوڼې د کمولو له پاره په راتلونکي کال کې د ۱۱۱ کیلومتره، مېټرو جوړولو چارې پیل کړي.
د کابل ښاروالۍ سرپرست عبدالله حبیبزی وايي: “د ۱۱۱کيلومتره مېټرو د جوړولو کارونه تر مطالعه لاندې دي او په ځينو سرکونو کې مو يې ابتدايي زیربنا هم جوړه کړې او ځانګړي بسونه هم ورته برابر شوي دي.”
د نوموړي په وینا، ټاکل شوې د ښاري ترانسپورت د ښه تنظیم له پاره د کابل ښار د ټرافیکو مدیریت د کورنیو چارو له وزارت څخه کابل ښاروالۍ ته انتقال شي.
د کابل ښارواليوايي چې په راتلونکي کال کې به ۲سوه کیلومتره نوی سړک او د ښار په دروازو کې به د موټرو له پاره منظم تم ځایونه هم جوړ کړي.