دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۲ ثور ۱۳۹۶ ساعت ۱۵:۰۲
د مطلب کود : 142106
افغان حکومت وايي د مطبوعاتو آزادي به په شاتګ ونکړي

افغان حکومتي چارواکو د سې‌شنبې په ورځ د خبریالانو د نړیوالې ورځې په مناسبت په کابل کې 'د خبریالانو د امنیت او مصونیت ملي کنفرانس' کې ټینګار وکړ، چې د مطبوعاتو د آزادۍ په برخه کې شوي پرمختګونه به هیڅ‌کله په شا تګ ونکړي.

د صدای افغان خبری آژانس(افغان غږ خبری آژانس)، د افغانستان اجرائیه رئيس عبدالله عبدالله په دې دوه ورځني کنفرانس کې د مطبوعاتو آزادي د دغه هیواد لویه لاسته راوړنه وبلله او ویې ویل، چې دا لاسته راوړنې د دوامدارو قُربانیو په نتیجه کې ترلاسه شوې دي.

اجرائيه رئيس عبدالله، په لغمان کې د یو شمیر رسنیو په اړه د اسلامي حزب د مشر ګلبدین حکمتیار د څرګندونو په تړاو د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، چې د حکومت مشران افغانستان ته د ښاغلي حکمتیار د راتګ هرکلی کوي او زیاته یې کړه، چې د اساسي قانون له مخې ټول افغانان د نظر د څرګندولو حق لري او ولس یې په اړه قضاوت کوي.

هغه د کنفرانس ګډونوالو ته په خطاب وویل "زه ډاډ لرم، لکه څنګه چې موږ ټولو له تاسې څخه زدکړه کړې، هر څوک چې تازه دغه چاپیریال ته دننه کیږي، حالات او شرایط به په پام کې ونیسي."

ښاغلي عبدالله ټینګار وکړ، چې د افغانستان اساسي قانون او نور تابع قوانین د افغانانو یواځینی لارښود دی، چې په کې به بدلون رانشي.

دغه راز د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال سیدآقا فاضل سانچارکي وویل، د افغانستان د اساسي قانون له مخې افغان حکومت د مطبوعاتو د آزادۍ عملي کولو ته ژمن دی او هیڅ څوک نشي کولی چې دا آزادي محدوده کړي.

هغه د ښاغلي حکمتیار د څرګندونو په غبرګون وویل "زموږ تمه داده، چې زموږ دوستان او هغه سیاسي شخصیتونه چې له دې بهیر سره یوځای کیږي، له داسې ادبیاتو څخه دې کار واخلي، چې هغه د دیموکراسۍ او د بیان د آزادۍ له فرهنګ سره برابر وي، د کرکې له ادبیاتو څخه دې کار وانخیستل شي."

دا څرګندونې وروسته له هغې کیږي، چې د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار د شنبې په ورځ په لغمان کې له راڅرګندیدو وروسته یوې غونډې ته د وینا پر مهال، یو شمیر رسنۍ شرر غوښتونکې وبللې او له خلکو څخه یې وغوښتل چې د هغوی فعالیت ودروي.

خو د اسلامي حزب تیره ورځ د یو بیان په خپرولو سره ویلي، چې رسنیو د ښاغلي حکمتیار له ویناو څخه سم تعبیر نه دی کړی.

په بیان کې ویل شوي، چې د اسلامي حزب مشر د یو شمیر هغو رسنیو په اړه شکایت کړی، چې په قصدي توګه په افغانستان کې د جګړې اور ته لمن وهي.

د دغه بیان په یوه برخه کې راغلي "مونږ د بیان د آزادۍ سخت طرفدار یو، او دا د انسانانو تخلیقي حق ګڼو، هیڅوک نشي کولی د چا د بیان په ازادۍ باندې، ترهغې چي د بل چا د شخصیت، د توهین اوسپکوالي او یا همد قومونو، ولسونو، تر منځ د عصبیت دراپاریدو سبب و نه ګرځي او یا هم د مذهبونو او ژبو ترمنځ د اور لمبې زیاتې نه کړي."

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjy8evmuqexvz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته