دخپریدو نیټه :سه شنبه ۸ ثور ۱۳۹۴ ساعت ۱۲:۲۸
د مطلب کود : 110741
عامې روغتیا وزارت د کندهار پرعامې روغتیا رئیس ترسره شوی برید په کلکه وغانده
تیره شپه شاوخوا ۸:۳۰ بجې کله چې د عامې روغتیا رئیس ډاکتر عبدالقیوم پخلا په کندهار ښار کې له معاینه خانې څخه خپل کور خوا ته روان وه، په لاره کې د ناپيژنده ولسوالو لخوا پرې برید وشوه چې په پایله کې نومړی ټپې شو.
د عامې روغتیا وزیر ډاکټر فیروزالدین فیروز چې دامهال د ولسمشره سره هندوستان هیواد ته په یوه رسمي سفر بوخت دی، ددې پیښې په اړه يې سخته خواشیني وښوده او دا پيښه يې په کلکو ټکو وغندله او د عاملینو د تعقیب او نیولو غوښتنه وکړه ترڅو قانون منګلوته وسپارل شي.
دکندهار دعامې روغتیا ریاست د مسئولینو په وینا دامهال د ډاکټر عبدالقیوم پخلا روغتیايي حالت د ډاډ وړ دی. نوموړي پدې پیښه کې پر خپله پښه او لاس ټپی شوی او اوس په میرویس روغتون کې تر درملنې لاندې دی.
عامې روغتیا وزارت تل د خپلو روغتیايي کارکوونکو په خوندي توب ټینګار کړی او له ښکیلو خواوو يې غوښتي څو د روغتیايي کارکوونکو خوندي توب ته پام وکړي ځکه روغتیايي خدمتونه د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي کارکوونکو لخوا پرته له کوم تبعیض او تعصب، په بیپرې توګه ټولو هیوادوالوته وړاندې کوي.
پر روغتیايي کارکوونکو دا ډول بریدونه د روغتیايی خدمتونو د وړاندې کولو پر بهیر سخته منفي اغیزه کوي او زمونږ روغتیايي کارکوونکي نشه کولای چې په سمه توګه روغتیايي خدمتونه خپلو هیوادوالو ته د هیواد پر ګوډ وړاندي کړي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcjxyevvuqevaz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته