د نن په مراسمو کی چی ښاغلی ویس وردک د ولسمشر اشرف غنی له لوری د داخلی وزارت نوی سرپرست په حیث معرفی سو د کورنیو چارو وزارت مخکېني وزیر تاج محمد جاهد خبرې وکړې او د تېرو ۱۸ میاشتو په ترڅ کې یې د جمهوررئیس، د ملي امنیت شورا همکارانو او د غوڅ ملاتړ ماموریت او همداراز د کورنیو چارو وزارت د کارکوونکو او منسوبینو له اعتماد څخه مننه وکړه.
ښاغلی محمد جاهد زیاته کړه: مونږ په ګډ کار کولو سره پر ستونزو بریالي کېدلی شو او د کورنیو چارو وزارت له ټولو منسوبینو څخه یې وغوښتل چې د یو ټیم په توګه د کورنیو چارو وزارت سرپرست ویس احمد برمک سره همکاري وکړي.
جمهوررئیس غني د ملي پولیسو د قربانیو د یادولو ترڅنګ، د کورنیو چارو وزارت د مخکېني وزیر له ژمنتیا، خدمتونو او لیدلورو مننه وکړه
هغه وویل: منظم ځای پر ځای کېدل او بدلونونه په هېواد کې د ولسواکۍ فرهنګ بنسټي کول ښیي.
جمهوررئیس غني، ویس احمد برمک د پراخه اجرایي او سیاسي تجربې لرونکی شخصیت وباله او وې ویل: هیله لري چې نوموړی به په کورنیو چارو وزارت کې د شته منابعو او امکاناتو په ښه مدیریت سره د پولیسو د حقوقو د خوندي کولو او د هېوادوالو د امنیت د تامین لپاره هلې ځلې وکړي.
جمهوررئیس غني وویل، کورنیو چارو وزارت د یو بنسټیز بدلون په حال کې دی. د دغه وزارت اصلي دنده د قانون تنفیذ دی چې متاسفانه د جګړې له امله له دغې دندې لرې پاتې دی، مونږ غواړو ملي پولیس بېرته د هغوی اصلي دندو ته وروګرځوو.
جمهوررئیس غني څرګنده کړه، څلور کلن امنیتي پلان به د هېواد په امنیتي برخوکې د ښه مدیریت او د دندو د تفکیک لامل شي.
جمهوررئیس غني وویل، تر څو چې د درې امنیتي ارګانونو (ملي دفاع، کورنیو چارو او ملي امنیت) منسوبین ملي فکر ونکړي، خلک به هوساینې ته ونه رسېږي.
جمهوررئیس په ټینګار سره وویل، د پولیسو په مقررۍ کې د ځینو کسانو لاسوهنه مونږ ته د منلو وړ نه ده.
وروسته د کورنیو چارو وزارت سرپرست ویس احمدبرمک خبرې وکړې او د جمهور رئیس او اجرائیه رئیس له اعتماد څخه د مننې پرمهال یې وویل، موږ اصلاحاتو ته ژمن یوو، خو اصلاحات د حکومت، ملي شورا او د هېواد د سیاسیونو ملاتړ ته اړتیا لري. هغه د هېواد له سیاسي قشر څخه وغوښتل، چې د کورنیو چارو وزارت په کارونو کې دې لاسوهنه نه کوي.
ویس احمدبرمک وویل، خلکو سره د کورنیو چارو وزارت تصویر مخدوش شوی دی، مونږ غواړو چې خلکو ته د دغه وزارت ښه انځور وړاندې کړو، ترڅو پرکورنیو چارو وزارت د خلکو باور زیات شي.
برمک وویل، له خلکو سره د پولیسو په ښه چلند سره امنیت رامنځته کېږي او موږ به له دولت سره د خلکو د همکارۍ زیاتولو په برخه کې هڅې وکړو.
د کورنیو چارو وزارت سرپرست وویل،کورنیو چارو وزارت کې په شته امکانات، منابعواو د لارې په موجوده نقشې سره به دغه وزارت سم لوري ته رهبري کړو.