دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۷ دلو ۱۳۹۵ ساعت ۰۵:۲۵
د مطلب کود : 138147
په افغانستان کې د څو ترهګرو ټولو له شتونه د ناټو اندېښنه
د ناټو عمومي منشي د دغه سازمان د دفاع وزیرانو د غونډې د جوړېدو په درشل کې دا مني چې په افغانستان کې د ناټو مأموریت له نیمګړتیاوو سره مخامخ دی.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبر له مخې، د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ د دغه سازمان د دفاع وزیرانو له دوه ورځنۍ غونډې په درشل کې چې ټاکل شوې ده د سبا چهار شنبې په بروکسل کې ترسره شي وایي چې په افغانستان کې د ناټو حضور له څو ترهګرو ډلو سره مبارزه او همداشان دغه هېواد د نړیوالو ترهګرو په امن‎ پټن‎ځای د بدلېدو مخنیوی دی. اخو د ملګرو ملتونو سازمان وایي چې ترهګرې ډلې د بهرني سیاسي ، مالي او معنوي ملاتړ په درلودو له افغان دولت او خلکو سره جګړه کوي.
د ناټو عمومي منشي د دغه سازمان د دفاع وزیرانو د غونډې د جوړېدو په درشل کې دا مني چې په افغانستان کې د ناټو مأموریت له نیمګړتیاوو سره مخامخ دی.
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وویل:« موږ په افغانستان کې خپل جنګي مأموریت پای ته رسولی، هغه څه چې ترسره کوو یې افغان ځواکونو ته مشوره کول او له هغوی سره مرسته ده، هڅه کوو چې افغان پیلوټان وروزو، زموږ مأموریت نیمګړتیاوې هم لري، جنرال نېکولسن هغې ته اشاره کړې او هڅه کوو دغه نیمګړتیاوې پوره کړو.»
د ناټو دغړو هېوادونو د دفاع وزیران به د چهارشنبې او پنجشنبې په ورځو په بروکسل کې د نړیوالو امنیتي ګواښونو په تېره بیا افغانستان د وضعیت په اړه بحث او خبرې وکړي.
ښاغلي سټولټنبرګ زیاته کړه:« زموږ د فعالیت موخه له ترهګرو ډلو سره مبارزه ده، موږ نه پرېږدو چې دا هېواد بیا د ترهګرو په امن پټن‎ځای بدل شي تراوسه په افغانستان کې څو ترهګرې ډلې شته ناتو باید د جګړې په ډګرونو کې ځای پرځای وي خو په اوږده موده کې ښه لاره د دغو ځواکونو روزل دي.»
له دې سره په یو وخت د ملګروملتو د امنیت شورا یو شمېر غړو په نړۍ کې د ترهګرو ګواښونه وڅېړل. د ملګرو ملتونو کې د ایران دایمي استازي غلام علي خوشرو وویل:« په ترکیه، عراق، بروکسل او افغانستان کې بریدونه د مهمو بیخ بنسټونو د له منځه وړلو لپاره ترسره کېږي، باید په یاد ولرو چې د خلکو ډله‎يیزه او بې رحمانه وژل له بشري حقونو څرګنده سرغړونه ده، په یو اړخیز اقدام سره ترهګري له منځه نه‎شي تلاي بلکې دې ته اړتیا ده چې د سیمې هېوادونه او سازمانونه د دغې ښکارندې د له منځه وړلو لپاره سره یو موټی شي.»
که څه هم پاکستان له ترهګرۍ په ملاتړ تورن دی خو په ملګروملتو کې د دغه هېواد استازې وايي ترهګر به له دغه هېواده وایستل شي.
د ملګرو ملتونو په سازمان کې د پاکستان دایمې استازه ملیحه لودي وايي:« په تېرو څلورو کلونو کې پاکستان د ضرب عضب په ګډون څو اړخیزې تګلارې پلې کړې د دغو عملیاتو په پایله کې د ترهګرو بیخ بنسټونه په بري سره له منځه تللي دي.»
دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په هېواد کې تاوتریخوالي هر کال زیات شوي دي، د ملګروملتو سازمان د یوه رپوټ له مخې له ۲۰۰۹ زیږدیز کال راهیسې په افغانستان کې د تاوتریخوالي له امله څه باندې ۲۵ زره ملکي کسان وژل شوي دي.
https://avapress.com/vdcjxoevauqetvz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته