دخپریدو نیټه :يکشنبه ۹ سنبله ۱۳۹۳ ساعت ۱۰:۱۴
د مطلب کود : 97844
هرات کې ترافیکي پېښې د ۲۳ کسانو ژوند اخیستی
د افغانستان لوېدیځ هرات ولایت کې له یوه ټیلر سره د مساپر وړونکي موټر د ټکر له کبله لږترلږه ۲۳ کسان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.
د هرات د ملکي روغتون ویاند رفیق شیرزي بي بي سي ته وویل، پېښه د یکشنبې پر ګهیځ (اته بجې) هغه مهال رامنځ ته شوې، چې یو مساپر وړونکی فلانکوچ، چې له اسلام کلا نه هرات ته روان و، له یوه ټیلر سره جنګېدلی.
نوموړی وايي، دغه ترافیکي پېښه د اسلام کلا په مسلخ سیمه کې شوې ده.
نوموړي زیاته کړه چې په وژل شویو کې ښځې او ماشومان هم دي.
د هرات ښار- اسلام کلا ترمنځ سړک څو کاله وړاندې د ایران له خوا جوړ شوی، که څه هم لویه لاره ګڼل کېږي، خو له دواړو خواوو پر یوه کرښه موټر تګ – راتګ کوي.
دغه سړک هرات ښار له اسلام کلا سره نښلوي.
د ترافیکي ګڼې ګوڼې له کبله پر دې لاره مخکې هم خونړۍ پېښې شوې وې، ځکه چې د کوچنیو موټرو سربېره، ترانزیتي بار وړونکي موټر هم پرې تګ راتګ کوي.
له ۲۰۱۰ کال راهیسې په هرات کې چارواکو د کلېکاږل ترافیکي پېښو په کچه کې د زیاتوالي د راتلو له کبله اندېښنه ښوولې وه.
کارپوهان وایي دولت باید د معیاري سړکونو د جوړولو، په لویو لارو د ترافیکي وضعیت د کنټرول په موخه د اړینو امکاناتو برابرولو او په دې برخه کې د خلکو د پوهاوي د کچې د لوړولو لپاره جدي اقدمات وکړي.
د بي بي سي د ۲۰۱۱ کال د یوې څېړنې له مخې، د رسمي شمېرو پربنسټ په افغانستان کې په ۲۰۱۰ کال د ځانمرګو او نورو بریدونو پرتله په ترافیکي پېښو کې تر ۱۳۰۰ کلېکاږل ډېر کسان وژل شوي.
د ترافیکو د ریاست شمېرې ښیي چې دغه تلفات په ۱۱۱۷ ترافیکي پېښو کې رامنځ ته شوي.
په ۱۳۸۸ کال افغانستان کې ترافیکي پېښو ۱۳۹۰ تنه وژلي وو.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcjxoeh.uqeaxz,bfu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته