دخپریدو نیټه :شنبه ۳۱ سرطان ۱۳۹۶ ساعت ۱۷:۵۳
د مطلب کود : 146841
هلمند ولایت کي ۱۸ تنو پولیسو ټه مرګ ژوبله اوښتي ده
د هلمند چارواکی ویلی، په دی ولایت کې د امریکايي ځواکونو په شوي هوايي عملیاتوکې ۱۸ افغان امنیتی پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبر له مخې، امریکايي ځواکونو پرون د یاد ولایت د ګرشک ولسوالۍ د پارچاوې په سیمه کې پرپولیسو هوايي برید کړی.
ویلکږی، چې په یاد برید کې ۱۵ پولیس وژل شوي، او دوه نورټپیان شوي دي.
د امریکا پوځ په هلمند ولایت کې د افغانستان د امنیتي ځواکونو پر مرکز د حملې له امله چې تصادفي يې بللې، خواشیني څرګنده کړه.
د امریکا دفاع وزارت (پنټاګون) د جمعه په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل، د هلمند ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د افغانستان د امنیتي ځواکونو یو شمیر غړي، په (تصادفي)هوايي حمله کې ووژل شول.
د هلمند د والي ویاند عطاوالله خوکږیانی ویلي، چې یاد پېښه پرون ترغرمې وروسته وشوه.
د افغانستان امنیتي ځواکونه په هلمند کې د وسله والو طالبانو پرضد په شدیده جګړه کې ښکېل دي.
پنټاګون وایی، چې پر خپلو ملګرو ځواکونو د دې خواشینونکې حملې په اړه يې څېړنې پېل کړي دي.

https://avapress.com/vdcjxmevvuqexoz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته