دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۸ سرطان ۱۳۹۶ ساعت ۱۳:۵۳
د مطلب کود : 146643
کابل کې د وسله والو غلو یوه مهم مشر نیول شوی

په پلازمینې کابل کې د وسله وال غلو یو مهم مشر د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوی دی.

د صدای افغان خبری آژانس(افغان غږ خبری آژانس)، د کابل امنیه قومانداني د جنایي جرمونو سره د مبارزې ریاست چارواکي وایي، د وسله والو غلو دغه مشر د کابل ښار په بیلا بیلو سیمو په قطاع الطریقي او د موټرونو د غلا په پیښو کې لاس درلود.

چارواکي زیاتوي، چې نیول شوی کس خواجه نجیب الله نومیږی او څو موده مخکې له زندان څخه خوشې شوی و.

د چارواکو په وینا، نجیب الله له دې وړاندې د اختطاف د پیښو په تړاو په پنځه لس کاله تنفیذي بند محکوم شوی و خو له ښپږ نیم کاله بند وروسته له زندان څخه ازاد شو.

د جنایي جرمونو سره د مبارزې ریاست وایي، نوموړې له زندان څخه تر خوشې کېدو وروسته یو ځل بیا د غلو د یوه ډلې د مشر په توګه خپل فعالیتونه پیل بیا پیل کړه او په وروستیو کې له پولیسو سره په وسله والو نښتو او پر یوه ښځې په برید کې لاس درلودلو اعتراف کړی دی.

د کابل امنیه قومانداني چارواکو په وینا، نجیب الله د تحقیقاتو په ترڅ د خپل ډلې د نورو غړو نومونه هم څرګند کړی دی.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آو)
https://avapress.com/vdcjxmevtuqexmz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته