دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۷ اسد ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۵۸
د مطلب کود : 147840
کابل ښار کې د پنځه ماشومانو د قتل په تور دوه کسان ونیول شول

په پلازمینې کابل ښار کې د یوه کورني پنځه ماشومانو د قتل په تور دوه کسان د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې رئیس جنرال محمد سالم الماس وایي، نیول شوي کسان په خپلو جرمو اعتراف کړی دی.

نوموړې زیاته کړه، چې دغه ماشومان څو ورځې مخکې په کابل ښار کې په مرموز ډول وژل شوي او د هغوي جسدونه په سوځول شوي وه.

تر اوسه د دغو ماشومانو د قتل اصلي انګیزه نه دی په ډاګه شوی خو امنیتي چارواکي وایي په دې اړه پلټنې روانې ده.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې د هېواد په شو شمېر مهم ښارونو کې د کابل په ګډون په جنایي پیښو کې زیاتوالي راغلي.

د کورنیو چارو وزارت د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې ریاست چارواکی تیره ورځ هم په پلازمنې کابل ښار کې د څلور کسانو د نیول په اړه خبر ورکړ.

د چارواکو په وینا، دغه څلور کسان د کابل ښار په بېلا بېلو سیمو کې د غلا او قتل په تور نیول شوي دي.

سرچینه: خامه پرس

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjxaevyuqexoz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته