دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۴ اسد ۱۳۹۶ ساعت ۰۸:۳۰
د مطلب کود : 147048
د امریکا د بهرنیو چارو وزرات: ټیلرسن استعفی نه کوي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هغه اوازې دروغ بللې چې گوندې ټیلرسن د دندې استعفی کوي

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې هیدر ناورټ هغه تورونه رد کړېدي چې گوندې د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن د خپلې دندې نه استعفی کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د ویاندې نه د مطبوعاتي غونډې په مهال خبربالانو لومړنۍ پوښتنه دا وکړه چې ټیلرسن خپله دنده پریږدي او کنه. هغې په ځواب کې وویل "دا دروغ دي. مونږ د وزیر سره خبرې کړیدي. ټیلرسن اراده لرې چې د بهرنیو چارو د وزیر په توگه خپل کار ته دوام ورکړې. مونږ ته ډیر کار پروت دی چې باید وي کړو او هغه په دی پوهیږي چې هغه په کار کې ډیر مصروفه دی. هغه ټوله اونۍ ملاقاتونه لري."

هغې زیاته کړه "د بهرنیو چارو وزیر د ولسمشر په خوښه کار کوي لکه څنگه چې د نورو کابینو غړې کوي."

کله چې خبریالانو پوښتنه وکړه چې ایا ښاغلی ټیلرسن به د سه شنبې په ورځ په کومه غونډه کې گډون کوې نو ناورټ وویل چې "نه، هغه یو څو ورځې رخصتې اخیستې ده."

د بهرنیو چارو وزارت ویاند آر سي هامنډ هم هغه رپورټونه په سختۍ رد کړیدي چې د بهرنیو چارو وزیر د خپل کار نه استعفی کوي.

د یادونې وړ ده چې د سي این این ټلویژن د دوشنبې په ورځ وویل چې د د بهرنیو چارووزیر ریکس ټیلرسن خپل یو نژدې ملگرې ته ویلي دي چې هغه کوښښ کوې چې د روان کال تر اخیره پورې پاتې شې خو د ولسمشر ټرمپ سره یې د بهرنۍ پالیسۍ په هکله اختلافات زیات شویدي.

د امریکا ولسمشر ټرمپ او د بهرنیو چارو وزیر ټیلرسن په ځینو مهمو مسلو اختلاف لرې چې پکې د پارس د اقلیم د بدلون تړون، د ایران سره د اتومې وسلو موافقه او د عربي هیوادونو د قط‏ر سره د روابطو د شلولو په سر اختلاف شامل دي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjxaevouqexyz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته