دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۰ ثور ۱۳۹۶ ساعت ۱۵:۵۲
د مطلب کود : 142647
فاریاب کې د طالبانو قومندان په ګډون د دې ډلې۸ غړي وژل شوي
امنیتي چارواکي وايي چې د افغان ځواکونو پوځي عملیاتو په ترڅ کې د طالبانو قومندان، فاري شېرشاه فرقاندوست له خپلو ۷ ملګرو سره وژل شوی دی.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژآنس د خبرله مخی، فاریاب ولایت کې د پوځي چارواکي څرګندوي چې د طالبانو قومندان، شېرشاه فرقاندوست په ګډون د دې ډلې ۸ غړي د افغان ځواکونو په پوځي عملیاتو کې وژل شوي دي.
دا چارواکي زیاتوي چې په دې عملیاتو کې د طالبانو ۶ نور غړي ټپیان دي.
د ۲۰۹ شاهین قول اردو لومړۍ لوا قومندان، جنرال‎ جنت‎ګل کړوخېل وايي چې وسله‎والو ته د "نوید ۲" عملیاتو په ترڅ کې مرګ ژوبله اوښتې چې له یوې میاشتې راهیسې د فرایاب په پښتون‎کوټ کې دوام لري.
دی زیاتوي چې د بهرنیو ځواکونو هوايي بریدونو په مرسته د پښتون‎کوټ ولسوالۍ په آقدرې سیمه کې د طالبانو دوه مرکزونه له منځه‎وړل شوي او ورته مرګ ژوبله اوښتې ده.
نوموړي همداراز د عملیاتو په ترڅ کې ملي اردو لومړۍ لوا سکرترړ، بریدمل محمد رومل هم وژل شوی دی.
ښاغلي فرقاندوست په دې اړه نور جزئیات ورنکړل.
https://avapress.com/vdcjx8evauqexmz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته