دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۸ میزان ۱۳۹۳ ساعت ۱۳:۱۶
د مطلب کود : 100715
جمهور رئيس احمدزي په کابل کې د فرانسې له سفير سره وکتل
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس ډاکټر اشرف غني احمدزي پرون مازدیگر په کابل کې د فرانسې له سفير ښاغلي ژان میشل مارلود سره په ارګ کې وکتل.
په دغه کتنه کې دواړو لورو د افغانستان او فرانسې ترمنځ د اړیکو دلاټينګښت، د نشه يې توکو پروړاندې د مبارزې، د اقتصادي چارو، د سولې او له افغانستان سره د فرانسې د مرستو په اړه خبرې وشوې.
د فرانسې سفير ښاغلي ميشل د خپل هېواد د جمهور رئيس لخوا جمهور رئيس احمدزي ته د تبريکۍ پیغام ورساوه او د ډاکټر احمدزي د لومړنيو کارونو او اقداماتو ستاینه يې وکړه چې په وینا يې نتیجه يې مثبته ښکاري او ډاکټر احمدزي ته يې د لا بریالیتوب هيله وکړه.
جمهور رئيس ډاکټر اشرف غني احمدزي د نشه يي توکو پروړاندې د مبارزې په اړه له نړیوالو هېوادونو وغوښتل چې په هېوادونو کې يې د نشه يي توکو د غوښتنې کچه راټيټه کړي، ترڅو د دغې مبارزې نتیجه بریالۍ شي.
ډاکټر احمدزي وویل: افغانستان لېواله دی چې د اروپايي هېوادونو په بازارونو کې خپلو کرنیزو محصولاتو ته بازار موندنه وکړي او په دې برخه کې هر هغه هېواد چې مرسته کولای شي، موږ يې منندوی یو.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcjvyeviuqeyaz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته