دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۳ قوس ۱۳۹۶ ساعت ۲۱:۴۳
د مطلب کود : 154310
هغه وخت چی سیا مشر تحقیر کیږی

 

مایک پمپئو؛ د سیا مشر، تایید کړی دی چی قاسم سلیمانی، د قدس ځواکونو قوماندان، د هغه هشدار آمیزه پیغام د امریکا ګټو باندی برید په عراق کی رد کړی دی.

ښاغلی پمپئو د شنبه په ورځ وویل چی په پیغام کی اخطار ورکړی دی چی قاسم سلیمانی او ایران په عراق کی د امریکا ګټو په وړاندی برید مسؤول ګڼی.

سیا مشر چی د ایران په وړاندی موضع ګیریو باندی پیژندل کیږی، وویل: موږ غوښته چی مطمئن سو چی هغه او ایران مشران دا موضوع ډیر واضح پیژنی.

هغه په مخسری سره وویل: په حقیقت کی دا کار زړه نه کړه راماته.

دری ورځی مخکی محمد محمدی ګلپایګانی؛ د ایران رهبری دفتر مشر، د لمړي ځل لپاره داسی پیغام ته اشاره کړی او ویلی دی: په همدی افغان غږ خبری آژانسخرو کی چی قاسم سلیمانی په بوکمال کی وو، د سیا سازمان مشر د خپل یو نږدی کسانو په وسیله په سیمه کی، سردار سلیمانی ته یو پیغام واستاوه؛ خو هغه وویل چی ستا پیغام نه اخلم او نه غواړم او په حقیقت کی دداسی کسانو سره خبری هم نلرم. دا کوم کسان دی چی په استکبار سره داسی چلند کوی؟

که سیا مشر ددی پیښی رامنځته کیدنې باندی اعتراف نه وای کړۍ، شاید لږ کسان دا باور کوله چی دریم نړۍ یو نظامی قوماندان، د نړۍ قدرتمندترینه جاسوسی سازمان مشر داسی تحقیر کړی؛ ځکه دا اقدام نه دی چی اوسنۍ نړۍ کی د تصور وړ وی.

د سیا سازمان مشرهم بیله شکه خپل پیغام لیکلو کی ځانلیدنی او لو لوی لیدنې سره مخ سوی وو او هیڅ وخت دا تصور نه کوله چی هغه پیغام، خلاص نه سی او بیرته ورته مسترد سی؛ خو څوک دداسی اقدام ترسره کولو لپاره شجاعت او جسارت درلودلای سی؟

دا استقلال او عزت او اقتدار ځواک دی چی د امریکا څخه لوړ قدرت باندی باور لری؛ لایزال او نامتناهی قدرت چی تاریخ په شهادت سره، ټوله مستکبران او متفرعنان د تاریخ زباله دانی ته استولی او تحقیر کړی دی.

دا د ایمان ځواک دی او یواځی دداسی ایمان په مرسته دی چی کولای سی د هیڅ مستکبر قدرت په وړاندی، سر خم نه کړی او د زور وینی او خط او نشان مرعوب نه سی.

سیا مشر، بی شک، کولای سوای چی ایران اسلامی انقلاب پاسدارانو قدس سپاه ځواکونو مشر و بیروی او خپل قدرت ته مرعوب کړی او په دی توګه، خپل په فکر سره امریکا ګټه په عراق کی امنیت او مصونیت ورکړی؛ خو د سردار سلیمانی نالیکلی ځواب، ټوله تصورات او نقشه د اوبو سره یوشان کړل او بدتر ددی څخه هغه تحقیر کړل.

کوم توپیر نه کوی چی هغه د سردار سلیمانی ددی حرکت څخه زړه یی مات سوی وی یا نه وی مات سوی؛ ځکه چی سردار سلیمانی په دی حرکت سره، هغه څه چی غوښته، نمایش ته ورکړ  او کوم مقصد چی په نظر کی درلود، لاسته راوړ او هغه، د استکبار پوشالی او جوړ سوی وحشت شکاره کول وو چی د نړۍ ډیر ملتونه ځان مرعوب کړی دی.

هغه همدارنګه شکاره کړی دی چی که ایمان وی، استقلال وی، الهی لایزال قدرت باندی ایمان او اراده وی، د وخت فرعونانو په وړاندی زانو وهل او یا سر کښته کول بی ځایه دی.

دا چلند کیدلای سی چی د ټولو هغه کسانو لپاره عبرت وی چی تصور کوی، که امریکا یو دقیقه د هغوی څخه ملاتړ قطع کړی، سقوط کوی!

دا لیدنه او نظریه، په پوره توګه طاغوتی او شرک آلوده نظریه دی؛ هغه نظریه چی لمړۍ نتیجه یی د خدای انکار او خدای پرځای امریکا قدرت ډیر بلل دی!

دا په داسی حال کی دی چی د اسلام انسان جوړونی او توحیدی مکتب په زده کړو کی، خدای نه ماسیوا ځوک ته سر کښته کول، یو شرک او طاغوتی کار دی او هغه کسان چی امریکا د خدای پرځای یو سرور بللی دی، بیله شکه، یو خراب نتیجه ته ورسیږی.

https://avapress.com/vdcjvxevyuqeitz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته