دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۰ جدی ۱۳۹۴ ساعت ۱۷:۱۰
د مطلب کود : 121316
افغان ځواکونو د تخار درقد ولسوالۍ له طالب وسله والو بېرته ونیوله
د تخار ولایت سیمه ییز چارواکي وايي چې افغان امنیتي ځواکونو د یو لړ ګډو عملیاتو په ترڅ کې نن سهار د درقد ولسوالۍ له وسله والو طالبانو ونیوله.

د تخار والي ویاند سنت الله تیمور ته ویلي چې یاده ولسوالۍ نن سهار شپږ بجې په پوره ډول د افغان ځوکانو لاس ته لوېدلې او اوس مهال دوی د هغو طالبانو په لټه کې دي چې تښتېدلي دي.

د ښاغلي تیمور په وینا، د دوی د موندنې په هدف کور په کور تلاشي پیل شوې ده.

خو په دغو عملیاتو کې د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویل شوي.

د تخار ولایت درقد ولسوالۍ درې میاشتې مخکې د وسله والو طالبانو لاس ته لوېدلې وه.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjvvevmuqe8tz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته