دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۳ حوت ۱۳۹۱ ساعت ۲۱:۲۵
د مطلب کود : 59161
په کندز پولیسو د طالبانو د یوه سرګروپ په شمول د هغوي څلور تنه وژلي
د کندز ولایت امنیتي چارواکي وايي، پولیسو بیګاه شپه په خپلو عملیاتو کې د طالبانو د یوه سرګروپ په شمول د هغوي څلور تنه وژلي دي.

د کندز ولایت د امنیې قومندانۍ ویاند سیدسرور حسیني ازادي راډیو ته وویل، د پولیسو د چټک غبرګون د قطعې له خوا دا عملیات د کندز په خواجه غلطان سیمه کې د کندز د مرکز لپاره د طالبانو د محلي شورا د رییس ملا عبدالولي د نیولو په خاطر ترسره شول.
د ښاغلي حسیني په خبره په دغو عملیاتو کې د ملاعبدالولي په شمول څلور طالبان له پولیسو سره په مخامخ جګړه کې وژل شوي او درې نور هم ژوندي نیول شوي دي.
ښاغلي حسیني تایید کړه، چې په نښته کې دوه پولیس هم وژل شوي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjvvei.uqehmz,bfu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته