دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲ جوزا ۱۳۹۶ ساعت ۱۷:۴۷
د مطلب کود : 143510
جمهور رئیس غني د سعودي عربستان پاچا سره وکتل
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني پرون غرمه له خادم الحرمین الشریفین اعلیحضرت ملک سلمان بن عبدالعزیز سره د سعودي عربستان پلازمېنه ریاض کې په ملکي ديوان کې وکتل.
په دې کتنه کې چې په هغه کې وليعهد، د ولیعهد ولي، د سعودي عربستان د بهرنیو، مالیې او کار وزیرانو هم حضور درلود، دواړو لورو په بېلابېلو برخو کې د افغانستان او سعودي عربستان تر منځ د مناسباتو د پراختیا او ټينګښت په اړه بحث او خبرې وکړې.
د سعودي عربستان اعلیحضرت پاچا د اسلامي – عربي هېوادونو او امریکا د مشرانو ناسته کې د جمهور رئیس غني د ګډون مننه وکړه او هغه او ورسره پلاوي ته یې هرکلی ووایه.
په دې کتنه کې جمهور رئیس غني وویل، د دې ناستې جوړول یو نېک ګام وو او هیله من یم د یادې ناستې پایلې په سیمه او نړۍ کې د سولې او ثبات د تامین په برخه کې ښه فرصتونه برابر کړي.
هغه زیاته کړه، د هغو مالي مرستو بندول چې د تروریزم د تمویل لامل کېږي او همدارنګه د تروریزم د ملاتړو دولتونو ملاتړ نه کول د دې ناستې مهمې پرېکړې دي.
جمهور رئیس وویل، سعودي عربستان کولای شي د افغانستان دولت او هغو وسله والو مخالفینو تر منځ چې سولې ته تمایل لري، د سولې د ټینګښت په برخه کې موثر رول ترسره کړي.
په دې کتنه کې په سعودي عربستان کې افغانانو ته د کار ویزې د ورکړې په ستونزه هم خبرې وشوې او د سعودي عربستان پاچا د هغه هېواد ولیعهد ته لارښوونه وکړه چې په سعودي عربستان کې د افغانستان وګړو ته د کار ویزې د ورکولو د ممنوعیت د رفع کولو په برخه کې ژر اقدام وکړي.
په همدې ترتیب دواړو لورو د افغانستان د پیشنهادي بستې په اړه چې اقتصادي، د روغتیا، کرنې، برېښنا انرژۍ او زیربناو برخې په کې شاملې وې، هم خبرې وکړې.
د سعودي عربستان پاچا وویل، افغانستان یو مستقل او د سعودي عربستان پخوانی دوست هېواد دی او زه دعا کوم چې خلک یې دایمي سولې او ثبات ته ورسېږي.
https://avapress.com/vdcjvtevyuqexiz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته