دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۲ حوت ۱۳۹۵ ساعت ۰۸:۴۰
د مطلب کود : 138813
افغانستان د نړۍ د بانکي خدمتونو له خړ نوملړ څخه بهر کېږي
د مرکزي بانک مسؤولین وايي چې افغانستان د «نړیوالو مالي کړنو د ډلې ټول شرایط» یا اف ای ټي اف» پوره کړي دي او ټاکل شوې د دغه ډلې له لوري د دغه شرایطور له ارزونې وروسته تر یوې میاشتې پورې د نړیوال بانکي خدمتونو له خړ نوملړ څخه د افغانستان د ایستلو پریکړه وکړي.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژآنس د خبرله مخی، د مرکزي بانک مسؤولین وايي چې له دغه نوملړ څخه د افغانستان په ایستلو سره به د افغانستان مالي نظام په نړۍ کې د اعتبار خاوند شي او د هېواد ټول بانکونه کولای شي د نړۍ له معتبرو بانکونو سره راکړه ورکړه وکړي.
اوس د افغانستان د درېیو بانکونو څخه پرته نور ټول بانکونه په نړۍ او سیمه کې د ډالري حسابونو د لېږ له محدویتونو سره مخ دي.
د مرکزي بانک مسؤولان وايي چې په تېرو پنځو کلونو کې د نړیوالو مالي کړنو د ډلې ټول شرایط پوره کړي دي او اوس د دغو شرایطو د ارزونې په تمه دي.
https://avapress.com/vdcjvoevtuqetoz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته