دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۹ ثور ۱۳۹۲ ساعت ۱۲:۳۱
د مطلب کود : 64831
کرزی: امریکا په افغانستان کې د ۹ اډو غوښتنه لري
تاند- د افغانستان ولسمشر حامد کرزي نن وویل چې د امریکا متحد ایالتونه له افغانستانه د نهو پوځي اډو غوښتنه کوي.
ولسمشر کرزی، چې نن د کابل پوهنتون د اتیایمې کالیزې په مناسبت په غونډه کې خبرې کولې، ژمنه وکړه چې له امریکا سره د امنیتي موافقې پر سر په خبرو کې، چې پر اساس یې دغه هیواد په افغانستان کې نهه اډې غواړي، د خپل هیواد لپاره د امتیازونو غوښتونکی دی.
ده وویل:«موږله امریکا سره په خورا مهمو خبرو بوخت یو. امریکا خپلې غوښتنې مطرح کړي، افغانستان هم خپلې غوښتنې لري، او هغه یې خپلې ګټې دي. خو دوی د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د نهو اډو غوښتونکي دي.»
کرزي د ډیورند کرښې په اړه هم څرګندونې وکړې.
د ښاغلي کرزي د څرګندونو نور جزییات لږ وروسته د همدې خبر په دوام کې وړاندې کېږي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjvoem.uqextz,bfu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته