نوموړی په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې د انتر کانتیننټال پر هوټل د وسله والو برید په ترڅ کې د بې ګناه کسانو په وژل کېدو غمجن دی.
جنرال دوستم زیاته کړه، چې پر انتر کانتیننټال هوټل د وسله والو برید یو ځل بیا دا په ډاګه کوي چې د هېواد امنیتي او کشفي بنسټونه د ترهګرو برنامو د کشفولو او پیژندلو په برخه کې ناکامه دي.
هغه زیاته کړه، چې دغه موضوع د امنیتي او کشفي بنسټونو د ښې مدیریت سره تړاو لري او په کار ده چې بیا کتنې ته اړیتا لري ترڅو د وړتیا لرونکو کسانو له ګمارنې سره دغه ستونزه لرې شي.
دا په داسې حال کې ده چې د وسله والو طالبانو اړوند یو شمېر برید کوونکو د شنبې په شپه ناوخته پر انتر کانتیننټال هوټل ډلییز بریدونه پیل کړل چې په ترڅ کې ګڼ شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
که څه هم افغان چارواکي وایي، د برید په ترڅ کې ۱۸ کسان وژل شوی او ۹ نور ټپیان دي خو ځینې داسې راپورونه هم وجود لري چې په دغه برید کې لسګونه کسان وژل شوي دي.