دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۰ سنبله ۱۳۹۶ ساعت ۰۰:۵۰
د مطلب کود : 149613
د ۶ نارینه جنسۍ تیری پر یو ۹ کلن انجلی باندی په هلمند کی او د هغې په قتل رسونه
د هلمند په ولایت کی یو ۹ کلن انجلۍ د شپږو تنو له لوری جنسی تیری ورباندی صورت نیسی او د هغوی له لوری وژل کیږی.

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، عمر زواک، د هلمند والی ویاند د ۱ تلویزیون ته وویل چی دا پیښه د ناد علی ولسوالی ناقل آباد سیمه کی رامنځته سوی دی او دوه تنه عاملان یی هم نیول سوی دی.

د هلمند والی ویاند په وینا، نور څلور عاملان د طالبانو کنترول لاندی سیمو ته تښتیدلی دی.

په همدی حال کی عفیفه معروف، د بشرحقوقو مستقل کمیسیون ولایتی دفتر مسووله په هلمند کی وایی چی ددی پیښی عاملین، د جنسی تیرۍ وروسته، د ۹ کلن انجلی سر پری کړی دی.

د هغه په وینا، طالبانو هم دری کسان د همدی قضیی لپاره نیولی دی.

دا په داسی حال کی دی چی دوه میاشتی مخکی هم یو اته کلنه انجلۍ د هلمند په ولایت کی تر جنسی تیرۍ لاندی راغلی وه.

https://avapress.com/vdcjvhevtuqexmz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته